سه شنبه , 23 اپریل 2024

د فوټبال افغان ملي لوبډلې د چین لوبډله په ۶ ګولونو ماته کړه

د افغانستان د فوټبال لوبډلې په هغو سیالیو کې چې په سرپټي لوبغالي کې ترسره کېږي، د چین لوبډله په ۶ ګولونو ماته کړه.

دا سیالۍ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې روانې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند، سید علي کاظمي تیره ورځ وویل:

“د افغانستان د فوټبال لوبډله وتوانېده چې په خپله لومړۍ لوبه کې د چین لوبډلې ته د یوه په وړاندې په شپږو ګولونو سخته ماته ورکړي.”

په عشق اباد کې د روانو سیالیو په لړ کې به د افغانستان د فوټبال لوبډله د مالدیف، ازبکستان او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره لوبه وکړي.