پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د كوچني اقتصاد اصول

لیکوال: دروح الله وفا لیکنه
۱_ هر څه بدله غواړي
د يو شي د لاسته راوړلو په بدل كې، چې خوښ مو وي حتما بايد يو څه چې خوښ مو وي له لاسه وركړئ، د بېلګې په توګه يو محصل د تحصيل د لاسته راوړلو په بدل كې خپل قيمتي او ارزښتناك وخت له لاسه وركوي، كه چېرې خپل وخت په درس ويلو باندې صرف نكړي نو تحصيل به هم بشپړ نكړي، اوس نو بايده ده چې له دوه تصميمونو څخه يو تصميم ونيسي يا دا درس ووايي يا دا چې تفريح وكړي، همداسې كه غواړئ، چې پو څه وپېرئ نو بايد په مقابل كې يې پيسې وركړئ…..
۲_ د يو څيز اصلي قيمت په حقيقت كې هر هغه څه دي كوم چې په لاسته راوړلو يې لګيږي.  په ډېرو ځايونو كې دا په ډاګه شوېده، چې د ډېرو كړنو او موخو تر لاسه كول دومره اسانه نه وي څومره چې د كار په پيل كې سوچ شوى وي، د مثال په ډول: كله چې يو څوك  دا تصميم نيسي چې زه بايد پوهنتون ته لاړ شم تر څو لوړې زده كړې تر لاسه كړم، نو دې كس ته اړينه ده چې خپل وخت، لګښتونه: لكه د خوراك، لباس، اوسېدلو، كرايې او د نورو اړونده لګښتونو په بدل كې تحصيل لاسته راوړي، خو يوه ستونزه هغه دا چې كه دا كس پوهنتون ته لاړ نشي هم ځينې لګښتونه لري لكه، د خوراك، لباس او اوسېدلو لګښتونه، چې د حسابولو وړ ندي، خو دلته بيا مونږ  opportunity cost  ياني فرصتي لګښتونه لرو چې د ورته ستونزې ځواب وايي.
۳_ هوښياران تل پايلې سنجوي.
په هر حال په ټولنيزو چارو كې هر څه په ډېر سوچه او يا ډېر تياره  پاى نه ختميږي بلكې، ډيرى ددې په انډول پاى ته رسيږي، د مثال په ډول يو محصل د ورځې په جريان، په كوم ساعت كې درس ووايي؟ ايا كله چې بل كار نلري همدا ساعت درس ويلو ته بېل كړي او يا كه د بل كار كولو وخت په درس ويلو ولګوي، چې اقتصاد پوهان همداسې پيښې ته د نهايي بدلون كلمه كاروي، يانې كوم ډول يې چې ګټه ډېره ده همغسې بايد وشي.
۴_ خلك د تشويق كوونكو، تحريك كوونكو او زړه ګرمونكو انګېزو په وړاندې عكس العمل ښيي.
له كومه ځايه چې خلك د لګښت او عايد، ګټې او تاوان په نظر كې نيولو سره تصميم نيسي نو د لګښتونو او عايداتو په كتو سره يې په چال چلند كې هم بدلون راځي، نو له همدې ځايه ده چې د خلكو عكس العمل د تحريك كوونكو انګيزو په وړاندې بدلون مومي. د بېلګې په توګه كله چې په بازار كې د مڼو بيه پورته شي نو خلك او كورنۍ تصميم نيسي چې له دې نه وروسته د مڼو په ځاى ناك وپيري، په همدې وخت كې د مڼو توليدوونكي هڅه كوي چې د مڼو په توليد كې زياتوالى راولي، چې د پلور ګټه  يې زياته ده.
۵_ سوداګري (تجارت) كولاى شي ټول وګړي او كورنۍ مناسبې سطحې او ښې ګټې ته ورسوي.
دلته غواړو يوه داسې بېلګه وركړو: د امريكې د موټر جوړولو صنعت د جاپان د موټر جوړولو د صنعت سره، يا د امريكې د كمپيوتر جوړولو صنعت، د جاپان او المان د كمپيوتر جوړولو د صنعت تر منځ په نړيوال بازار كې يو رقابت موجود دى، ورته تجارتي سيالۍ د بېلابېلو هېوادونو تر مينځ ددې سبب كيږي، تر څو دا ټول هېوادونه ښو اقتصادي شرايطو ته بوزي. تجارت كولاى شي چې د ټولنې ټولو وګړو ته د كار كولو زمينه برابره كړي او دېته يې اړ كړي تر څو هر څه په ښه شكل ترسره كړي، كه د كرنيز توليد په پروسه كې هڅه وي او يا كه په صنعتي يا ساختماني كارونو كې زيار ايستل وي تر څو ډېر، ښه او د خوښې وړ توليدات ولري.
۶_ بازارونه په عمومي ډول د اقتصادي فعاليتونو د ترسره كولو لپاره ښه لاره او مناسب ځاى دى.
د اقتصادي بازار په سيستم كې په ځاى ددې چې پلان دولت جوړ كړي، په ميليونونو كسان، كورنۍ، موسسې او شركتونه په دې تصميم كې ازاد دي. شركتونه او موسسې دا تصميم نيسي چې څوك ونيسي، كوم ډول كارګران ولري او كوم څيزونه توليد كړي، كورنۍ او غړي بيا دا تصميم نيسي چې چېرې او په كوم شركت كې كار وكړي او په خپلو شته وسايلو يا سرمايه باندې څه وكړي او يا څه وپيري.
۷_ دولتونه يا حكموتونه كولاى شي د ماركېټ په لاسته راوړنو او بهتر كولو كې پوره پوره ونډه واخلي.
د ماركېټ څخه د دفاع په خاطر يا دا چې د بازار يا ماركېټ پايله ښه وي نو دلته يوه حكومتي نظام ته اړتيا ده، ماركېټ او بازار هغه وخت اغېزمن كېداى شي چې د مالكيت حق محفوظ وي، كله چې يو كروندګر په خپل درمند باور ونلري او په دې هم باور ونلري چې له غنمو څخه به ګټه ترلاسه كړم، نو هېڅكله به د كروندې په كولو زړه ښه نكړي، يا دا چې كه كوم ډوډۍ پخونكى كوم مشتري ونلري نو هېڅكله به ډودۍ پخه نكړي.