د لس اوره کرېکټ لیګ سیالیو کې کیرلا کینګز او پښتون لوبډلې بریاوې خپلې کړې

د لس اوره کرېکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې کیرالا کینګز لوبډلې د مجیب ځدران اړوند بینګال ټایګرز لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

لومړی توپ ټایګرز لوبډلې وکړه او په ټاکلو لس اورونو کې یې د یو لوبغاړي په سوزیدو سره کینګز لوبډلې ته د ۸۷ منډو هدف ورکړ.

کینګز لوبډلې یاد هدف د پاول سټیر لینګ د چټکې توپ وهنې په وجه ۸ اورنو کې پوره او لوبه یې په ۸ ویکټو وګټله.

سټیر لینګ په ۲۷ توپونو د درې پرله پسې شپږیزو او لس څلوریزو په مرسته ۶۶ ناسوزیدلې منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.

د ټایګرز لوبډله کې مجیب ځدران ښه توپ اچونه وکړه په دوه اورنو کې یې ترنورو کمې ۱۵ منډې ورکړې، یو لوبغاړی یې وسوزاوه او د غوره توپ اچونکي جایزه یې ترلاسه کړه.

همدارنګه په دویمه لوبه کې پښتون لوبډلې د ماراتا عربیانس لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.

لومړی توپ وهنه پښتون لوبډلې وکړه او ټاکلو لس اورنو کې یې د ۴ لوبغاړو په زیان عربیانس لوبډلې ته د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې فخر زمان ۴۵ او لیام ډوسن ۴۴ منډې وکړې.

ماراتا عربیانس لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله،ټاکلو لس اورنو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوزیدو سره ۹۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر پښتون لوبډلې ته وبایلله.

د پښتون لوبډلې لخوا توپ اچونه کې شاهد افریدي درې لوبغاړي پرله پسې وسوزول او هټریک یې وکړ.

سوهیل خان او محمد عرفان هم دوه دوه لوبغاړي وسوزول.

پښتون لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او نجیب الله ځدران هم شتون لري،چې په دې لوبه کې نجیب ځداران ولوبیده او محمد نبي بیا پکې نه وو اخیستل شوی.

نجیب ځدران په ۵ توپونو د یوې شپږیزې پرمټ ۱۰ ناسوزیدلې منډې وکړې.

د دې سیالیو په لړ کې نن ۴ نیمې بجې د مجیب ځدران اړوند کیرالا کینګز لوبډله د دولت ځدران اړوند پنجاب لیجنډز لوبډلې پر وړاندې او ۶ نیمې بجې به ماراتا عربیانس لوبډله د ټېم سریلانک سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

نصرت الله عمرزی