پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د لوبڅار غلطه پرېکړه د زمبابوي د ماتې لامل شوه

 

 

د زمبابوي او سریلانکا ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د لوبڅار غلطې پرېکړې له امله د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې زمبابوي په څلورو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه زمبابوي وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

زمبابوي خپل لومړی وار توپ وهنې کې د اېرواین پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۹۴٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۵۶ منډې جوړې کړې.

زمبابوي لپاره اېرواین په ۲۵۶ توپونو د دیارلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۶۰ منډو جوړولو سره غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

سریلانکا لپاره هېرات تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی ۳۲ اورونو کې ۱۱۶ منډو ورکولو سره پنځه مهمې وېکېټې واخیستې. کومارا او گونراتنې دوه دوه او پرېرا یوه وېکېټه واخیسته.

سریلانکايۍ لوبډلې د ترنگا او چندیمل نیمه سلیزو په مرسته ۱۰۲٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۶ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره ترنگا په ۱۰۷ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۱ او چندیمل په ۱۰۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

زمبابوي لپاره کرېمر ۳۹٫۳ اورونو کې پنځه مهم لوبغاړي سوځولو سره تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. وېلیمس ۲ او ترېپانو یوه وېکېټه واخیسته.

زمبابوي خپل دوهم وار توپ وهنې کې د سکندر رضا پیاوړې توپ وهنې سره ۱۰۷٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۷۷ منډې جوړې کړې.

زمبابوي لپاره سکندر رضا د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۲۷، والر د اتو څلوریزو په مرسته ۶۸، کرېمر د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۸ او مور د دریو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سریلانکا لپاره دوهم وار توپ اچونې کې یو ځل بیا هېرات حیرانوونکی توپ اچونه وکړه. نوموړی ۳۹٫۱ اورونو کې شپږ مهمې وېکېټې واخیستې. پرېرا ۳ او کومارا یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سریلانکا چټکۍ سره څو مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې چې له دې سره لوبه د زمبابوي په گټه روانه وه خو د لوبې په وروستی ورځ چې سریلانکا ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړې وې ډېکوېلا هم سټمپ شو چې د لوبغالۍ لوبڅارانو دغه پرېکړه درېیم لوبڅار ته راجع کړه.

درېیم لوبڅار چودري شمس الدین سره له دې چې ډېکوېلا په څرگند ډول او دکرېکټ د ټولو قوانینو پر بنسټ سوځېدلی و ناټ اوټ پرېکړه وکړه چې همدغه پرېکړه د زمبابوي د ماتې لامل شوه.

سریلانکا ۱۱۴٫۵ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د گونراتنې او ډېکوېلا پیاوړې توپ وهنې سره ۳۹۱ منډې جوړې کړې او دغه یوازینۍ ټېسټ لوبه يي وگټله.

سریلانکا لپاره ډېکوېلا د شپږو څلوریزو په مرسته ۸۱، مېنډېس د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۶ او گونراتنې د شپږو څلوریزو په مرسته ۸۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.