پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د ليبيا پخوانی لومړی وزير علی زيدان وسله والو تښتولی

په ليبيا کې د کړکېچونو په دوام اوس نامعلومو وسله والو د هغه هېواد پخوانی لومړی وزير (علی زيدان) تښتولی دی. د ترکيې انادولو خبري اژانس وايي، يوې وسله والې ډلې چې لا يې هويت نه دی په ډاګه شوی، اوړمه  ورځې په مازيګر د ليبيا د پلازمېنې طرابلس له يوه هوټله د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير علي زيدان تښتولی دی.

ويل کېږي علي زيدان په طرابلس کې پر الشرق نومي هوټل کې مېشت و، چې يوې کوچنۍ وسله والې ډلې پرې بريد کړی او نامعلوم ځای ته يې بېولی دی.