لیمو ډیرې ګټې لري. له ویښتو واخله تر پوستکي؛ او بیا ان د عمومي روعتیا لپاره ډير ګټور دی. لیمو د پوستکي تور خاپونه له مینځه وړي او د وجود معافیتي سیستم قوي کوي.
د لیمو پوستکی هم له لیمو کم نه دی. د لیمو پوټکی کلسیم، پوتاشیم، او ویټامین سي لري.
د لیمو پوستکی په ګڼو روعتیايي لارو کې استعمالیږي. څو مهم يې دلته ذکر کوو:
۱ـ د پوستکي تور داغونه ختموي.
دا یو څرګند حقیقت دی، چې د لیمو پوستکی د انسان د پوستکي تور داغونه ختموي او پوستکي ته جلا او نرمښت ورکوي.
۲ـ د ویټامین سي په ځای کار کوي.
که د لیمو پوستکی لمر ته وچ شي او بیا پاوډر ترې جوړ شي. د ویټامین سي ځای نیسي.
۳ـ هډوکې قوي کوي.
لیمو د کلسیم په درولودلو سره د هډوکو په غښتلتیا کې رول لوبوي. د کنسر (سرطان) سره هم مبارزه کوي.
۴ـ د وجود د وینې غوړ هم کموي.
۵ـ خسته ګي لري کوي او انسان تازه کوي.
۶ـ د وینې د لوړ فشار مخه هم نیسي.
۷ـ د زکام لپاره هم مفید تمامیږي.
۸ـ که د لامبلو څخه مخکي په ځان ومښل شي، د وجود بدبوي هم ختموي.