د لیکنې ارزښت

لیکنه: عبدالصمد بهیر

کله به موکور یاموټریابل شی اخیستې وي ممکن که مو اخیستي نه وي لیدلي یااوریدلي خوبه مووي چې صرف په یوسپین کاغذ باندې یو څوکرښې لیکل کېږي اودثبوت لپاره ، له اخیستونکي اوپلورونکي سره محفوظ پاتې کېږي مثال که یوڅوک کورواخلي دهغه کورد څښتن له لورې یو کاغذ ورکول کېږي چې دهغه کور ټول خوصیات پکې له ورایه لیکلي وي که بیا ورسته څه مشکل پېښ شي دهغه کاغذ له مخې یې حل کوي، که څه هم اوس نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی او دپرمختګ په حال کې ده نوې ټکنالوژي منځته راغلې ده انټرنیټ موبایل اودې ته ورته نور ، کله چې موږ یو هېواد ته سفر کوو پاسپورت اخلو چې په هغه کې مو ټوله پېژندنه له ورایه لیکل شوې وي داهم دلیکنې ارزښت دی ، بل زموږ په داخل د هېواد کې په لیکنې بڼه یوڅه لرو ترڅو مو په خپل هېواد کې پېژندګلوي وشي هغه هم تذکیره ده که څوک تذکیره ونه لري هغه نشي کولای چې په کوم دولتي ځای کې کاروکړي او نه دهېواده بهر سفر کولای شي داسې له نورو ستونزوسره هم مخامخ کېږي تذکیره په لوستو خلکو پورې نه ده باید لوستي او نالوستي یې دواړه ولري ځکه دهرچا لپاره اړینه ده ، په همدې اړوند تېره اونۍ په لوګر ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی وه، له هغه سره نه تذکیره وه او نه بل څه داسې لیکنه چې سړی ورباندې پوی شوی وی چې داکس دکوم ځای دی یعنې هيڅ هویت یې نه معلوم یوه اونۍ دلوګر په روغتون کې وساتل شو وروسته د ټولنېزې رسنۍ چې اوس یې په هېواد کې بې ساری پرمختګ کړی ، انځورونه خپاره شول چې وروسته یې دوستان پیداشول

بل داچې تاسوبه ډېر کاري باري شریکان یا وروڼه لیدلي وه چې دوی یوپر بل هیڅ داعتماد لپاره څه نه لري خوپه یوکاغذ کې داسې څه لیکي چې کله څه مشکل راپیداشي دهمدې کاغذ له مخې یې ګوري یعنې څوک نشي کولای چې دبل په مال تیری وکړي ، بل اړخ ته که راشو دتعلیم په برخه کې کله به تاسو ورور یازوی په مکتب کې نوی داخل کړی وی لومړی کله چې په لومړي ټولګي کې داخل شي دمکتب دمدیرلخوانه د سوانح په نوم یوه ورقه جوړیږي په هغه کې د شاګرد نوم دپلار نوم یعنې ټول شهرت پکې لیکل کېږي ، دا د اړوندې ادارې سره محفوظ پاتې کېږي بیاورسته پوهنتون هم په همدې شکل خلاصه دیوکس ټول اسناد په لیکني بڼه ساتل کېږي ، او دیو شخص لپاره غوره ثبوت دی چې دهمدې لارې کولای شي هېوادوالوته خدمت وکړي

راځو تاریخ ته که چیرې د تاریخ پس منځر ته ځیر شو ټول موږ ته په لیکنې شکل راپاتې دی یعنې هره کړنه چې پخواتیره شوی موږیې په لیکنې شکل ګورو ، غوره خبرخو داده کله چې ستر سپیڅلی کتاب قرانکریم پرحضرت محمد (ص) نازل شو نو دټولو دلارښوونې لپاره وه وروسته حضرت محمد ص اصحابو کرامو ته وویل چې حفظ یې کړئ ، دوخت په تیریدو سره یې داهم ورته وفرمایل چې قرانکریم باید راټول اود خرما په لرګیواو پوستوکو ولیکل شي دې ته ورته که حدیثونو ته ځیرشو موږته په لیکنې شکل راپاتې دي داهم دلیکنې یو لوی ارزښت دی

بله خبره داده چې په لرو او پرتو سیموکې ډری وګري په لیک اولوست نه پوهیږي کله چې دوی یوله بله جداکېږي د یولړ مشکلاتو سره مخ کېږي زیاتره خویې ان تر مرګ پورې رسیږي ماډېر لیدلي دي چې اوس هم خپل ورو دښمن ګڼي که د دوی ترمنځ ګټه لیکلې وی نودوی ته به معلومه وه خومتاسفانه زموږپه ټولنه کې دا ډول ستونزه هم په لوستوکې شته هم په نالوستو کې زماپه اند هرهغه څوک چې لیک او لوست کولای شي باید د یادښت کتابچه له ځان سره ولري

ترټولو اړینه خبره پکې داده چې دلیکنې ارزښت له ورایه پکې ښکاري هغه هم فرهنګ ، دود او دیوې ژبې ادبیات دي، که فکر وکړو میلمه پالنه د افغانانو یو دود دی بل په ودونو کې اتڼونه داهم زموږ د فرهنګ یو دود ، دی دا ټول موږته په لیکنې بڼه راپاتې دی که خدای مکړه لیکنه نه وای شاید یوه ټولنه له ناخوالو سره مخ وی، همدارنګه کومه ژبه چې ډېر ویونکي ولري هغه بډایه ښکاري یعنې هغه ډېر کتابونه لري او ډېری وګړي غواړي چې په ورځنیو چاروکې ترې استفاده وکړي ، او کومه ژبه چې هغه په یوملک کې کمزوریې شي هغه دوخت په تیریدو سره ورکېږي یعنې لیکنې څوک نه پرې کوي او نه ورڅخه څو ک استفاده کوي ، داهم دلیکنې یو ارزښت دی چې موږ دبل فرهنک سره اشنا کوي او هغه مطالعه کوو او باید یوه یادونه وکړو په اوسني عصر کې چې کومې ژبې پرمختګ کړی هغه انګلسي ده چې ډېر کتابونه اولیکنې ورباندې کېږي ، نورا ځئ خپل کلتور او تاریخ په لیکنې شکل راتلونکي نسل ته پریږدو ترڅو ترې استفاده وکړي .