پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د لیکوال کیدو لپاره زما تجربه

لیکنه: نصرت الله تسل

ما همدا لار نیولي، لیکوال هم نه یم، یوازې د څو میاشتو تجربه مې ده.

مشران لیکوالان وايي، چې کله هم لیکوالي پیلول غواړئ، د هغې لپاره لومړی د شوق او مینې لرل دي، مانا دا چې: لیکوالۍ سره تر دې کچې مینه پکار ده، چې ان لیکوالي مو معشوقه وبولو. ځکه له هر څه سره چې مینه لرو په هر وخت او هر حالت کې د زړه د ننه او فکر کې مو وي.

د لیکوال کیدو لپاره د یاداښت کتابچې شتون اړین بلل کیږي، د یاداښت په کتابچه څه کوو؟

هر ډول هنر او زده کړه په تدریج سره مخکې ځي، نو لومړۍ په ورځني ژوند کې چې له هر څه سره مخ کیږو او یا یې له نورو اوروو، هغه لیکو. دا چاره به مو په پیل کې ستړي کوي، ځکه نا بلد یو، یوه بله بهانه به پیدا کوو، چې ننۍ خاطره او بل څه نه لیکم.

ما خپله د یاداښت کتابچه کې لومړي کرښې د فوټبال د لوبې د پیلدو وکښلې.

تاسې یې د سهار چای له خوراکه پیل کړئ، بیلګه:

چا را غږ کړ، چې دسترخوان ته راشه!

د سهار چایو لپاره وږی وم، نه وم؟

څو دقیقې پر دسترخوان پاتې شوم؟

د خوراک پر وخت څه ویل کیدل؟

دا او دې ورته نور لیکو، کوم چې زموږ په سهارنۍ پورې اړوند وي.

دې ته مه ګورئ چې پاڼه ډکه شوه یا نه، ځکه زموږ موخه یوزاې په لیکلو روږدي کیدل دي.

ورپسې د ورځې نور فاعلیتونه، رښتیا که تش پر بیستر پروت یئ د هغې وخت فکر او خیال ولیکئ. مقصد کله هم بې موضوع کیږئ نه او د نوي لیکوالۍ پرمهال، هغه ستره ستونزه چې د موضوع نلرل دي، هغه مو حل ده.

کچیرې بیا مو هم لیکل له وسه نه کیده، خېر دی، نن هغه د تېرو ورځو ډکې کړې پاڼې وګورئ، هغې ته به وخاندئ/خفه به شئ، کیدای شي تشویق شئ او له لټۍ را وځئ او لیکل هم وکړئ.

یاد ولرئ، د هرې ورځې لیکل مو مازدیګر وکړئ، ځکه پدې وخت کارونه راټول شوې وي او هرې ورځنۍ خاطرې/پیښه پسې تاریخ لیکل اړین دي، تر څو راتلونکې یې له لیدو خوند اخسیتل ډیر شي.

ځينې به وايي: چې د ورځني روزکار/زده کړې یاداښت ګټه څه ده؟

د لیکوالۍ استادان وايي، چې پدې سره مونږ محدود نه یو، چې څه ولیکو یا څه و نه لیکو. مانا دا چې خلاص لاس یو چې څه لیکو او څومره لیکو پروا یې نشته.

دا هم یاد ولرئ، چې ورځ تر بلې مو لیکوالي پیاړي کیدونکې ده، که باور مو نه شي، یوازې څو ورځې وروسته د کتابچې لومړیو پاڼو ته لاړ شئ، خپله یې ووینئ او د هرې لیکنې بله ګټه دا ده، چې: ستاسې د ژوند خاطرې درته په لیکلي بڼه پاتې کیږي، چې همدا مات ګوټ لیکل مو په راتلونکې تر ټولو قیمتي لیکل دي، په همدې اړه بیلګه راوړم: همدا نن یو لیکوال پر فسبوک پاڼه لیکلي وو: «د ځوانۍ وختونو د خاطرو کتابچه مې ګوتو ته راغله، چې ځینې یې همدلته درسره شریکوم.» باور وکړئ، د همدې خبرې یې زیات هرکلی وشو.

زه یې هم دنورو میوانوالو غوندې په تمه یم او هره ورځ یې، د خاطرو څخه د خبریدو په موخه پاڼه ګورم.

ورستۍ دا چې: د لیکوالانو کتابونه لولئ، پدې سره مو د الفاظو زخیره پیاوړي کیږي، چې د تورو له کمښت او ورکیدو ستونزه مو حل کیږي.

د لیکوال کیدو په اړه استادانو کتابونه ډک کړي، خو ما یوازې خپله تجربه درسره شریکه کړه.