پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د لېسانس د درجې د جوړولو مراحل

لیکوال : عبدالله وردک

کله چه دلته په انګلستان کې د لېسانس په سویه یو نوی کورس منظوریږی، دهغه په حیصه کې ډېرې نقطې په نظر کې نیول کیږی او هغه کېدای شی چه نږدې یو کال ونیسی.

زه دلته په انګلستان کې په یوه پوهنتون کې له ۲۵ کالو راپدیخواه د انجینری په پوهنځی کې درس ورکوم او ما د ډېرو لېسانسه تعلیمی نصابونو په جوړولو کې د یوه استاد په حیث فعاله برخه اخستې ده. زه غواړم چه ګرانو لوستونکو (په خاص ډول استادانو) ته دغه لازمې مرحلې په لاندې ترتیب سره وړاندې کړم:

۱- ټول استادان د یوه مشر استاد تر رهنمایۍ لاندې د دغه تعلیمی نصاب په برخه کې فعاله برخه اخلی او هرچاته خپل مسٔولیتونه په واضح ډول سپارل کیږی.

۲- له ټولو مربوطه فابریکو او نورو مربوطه ځایو څخه د یوې سروې په ډول په رسمی ډول پوښتنه کیږی چه دوی د دغه کورس د فارغ تحصیلانو څخه د کومو شیانو توقع لری.

۳- د موجوده او پخوانیو شاګردانو څخه هم نظر اخستل کېږی.

۴- ټول استادان په ګده دغه راټول شوی نظرونه په پوره دقت او غور سره تر بحث لاندې نیسی او د هغه په رڼا کې ځنې فیصلې کوی.

۵- استادان د هغه د لابراتوارو او نورو ضروری شیانو په حیصه کې په پوره دقت او هر اړخیزه غور بحث او فیصلې کوی.

۶- د پورته نقطو په رڼا کې دتعلیمی نصاب ټول لازم مضمونونه تعین کیږی او هغه د مربوطه استادانو په مابین کې د مسلک او تجربې په آساس وېشل کیږی.

۷- هر استاد د خپلو مضمونو په هکله فکر او غور کوی او باید هغه مواد په خپلو مضمونو کې شامل کړی چه د روزمره معاصر ژوند د ضروریاتو ځواب وویلی شی.

۸- کله چه ټول استادان د خپلو مضمونو په هکله مواد تکمیل کړی، نو بیا منظم مجلسونه شروع کیږی او په دغه مجلسونو کې هر استاد د خپلو مضمونو د موادو په هکله نورو استادانو ته مکمل معلومات ورکوی.

کله چه ټولو استادانو د هغه مضمون مواد قبول کړل، نو په دې مرحله کې همدغه د مضمون آخری مواد ګڼل کیږی.

۹- کله چه د ټولو مضامینو مواد د ټولو استادانو د منلو وړ شول، نو بیا دغه ټول مربوطه معلومات آخری کمېټې ته وړاندې کیږی.

۱۰- په دغه کمېته کې د فابریکو اونورو خارجی علمی څانګو غړی برخه اخلی او دغه کمېټه یوه ورځ مخکې پوهنتون ته راځی او هغه ټول شیان چه په اسنادو کې دوی ته وړاندې شوی، هغه په خپلو سترګو ګوری. دوی له لابراتوارو څخه لیدنه کوی او له شاګردانو سره وینی.

۱۱- په آخره ورځ ټول استادان د کمېټې په وړاندې حاضریږی او د کمېټې د هر غړی پوښتنو ته ځوابونه او معلومات وړاندې کوی.

۱۲- د کمېټې غړی بیا هغه په دقت او پوره غور سره تر بحث لاندې نیسی او بیا ددغه کورس په حیصه کې یو له دغه لاندې فیصلو څخه یوه فیصله پوهنتون ته وړاندې کوی:

الف – دغه کورس باالکل د منلو وړ ندی او هغه رد شو.

ب – دغه کورس باالکل په همدغه شانته منظور او قبول دی.

ج – دغه کورس د ځنو شرطونو په عملی کولو بیا تر غورلاندې نیول کیږی، یعنې د ځنو شیانو لرې کېدل او د ځنو شیانو اضافه کېدل او هغه به بیا د همدغه کمېټې د ټولو غړو پواسطه کتل کېږی او هغه به بیا خپله آخری فیصله اعلانوی.

کله چه دغه لېسانسه تعلیمی نصاب منظور شو، نو وروسته هغه شاګردانو ته د تدریس د پاره وړاندې کیږی. دغه ټول وخت کېدای شی یو کال دربر ونیسی، ځکه چه استادان په خپلو درسونو او نورو کارونو کې مصروف وی.

دپام وړ ټکی:

۱- زه شخصاً د دغه مراحلو طرفدار یم او باید نور ټکی هم د یوه لېسانسه تعلیمی نصاب په جوړولو کې د هغه محیط مطابق په نظر کې ونیول شی.

۲- یوه محصل ته د یوه مسلک ویل حیاتی مسٔله ده او دهغې څخه بیا څوک ځان نشی خلاصولای او حتی هغه تر واده کولو هم زه مهمه بولم. د هغه کورسونو ویل به څه فایده وکړی چه هغه هیڅ په درد ونخوری او کار ورته پیدا نشی. البته زه د خپل ګران وطن په حیصه کې فعلاً دغه خبره نکوم او زه ښه د موجوده حالت څخه خبر یم.