سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ماشومانو غوسه کېدل

ژباړه : عطا محمد میاخېل

معمولاً کله چې ماشومان له یو بل سره لوبې کوي، د بېلابېلو مسایلو په سر له یو بل سره شخړه کوي . د بېلې په توګه : کوم ماشوم چې غواړي د مور رول ولوبوي، مګر دوست یې ټینګار کوي، چې خپله مور واوسي او هغه د یوه زوی رول ترسره کړي .

کله وخت هلکان یو بل سره په ښه توګه لوبې کوي، خو ناڅاپه یې په منځ کې شور ماشور لوړ شي او له یو بل سره شخړه کوي . حساس هلکان تر ډېره خپلو غوښتنو او اړتیاوو ته پام کوي .

هغوی ځان محوره دي او نه شي کولای، چې د نورو ماشومانو احساسات درک کړي . کله چې دوه ماشومان له یو بل سره شخړه کوي، کله وخت له هغوی څخه یو یې له شخړې څخه لاس په سر کېږي او یا دا چې له مقابل لوري سره خپلې شخړې ته دوام ورکوي، ترڅو هغه څه ته چې غواړي یې ورسېږي . که چېرې والدین منځګړيتوب ونه کړي، ښایي د دې دوو ماشومانو ترمنځ شخړه دوام پیدا کړي .

والدین نه پوهېږي، کله چې دوه ماشومان له یو بل سره شخړه کوي، باید څه وکړي . هلکان یوازې د خپل ځان په فکر کې دي او والدین باید هغوی ته دا ورزده کړي، چې باید  نور هم په پام کې ونیسي، مګر نباید پلار یا مور له خپل ماشوم سره له بریده زیات سخت چلند وکړي او هغه ته دا اجازه ورنه کړي چې خپل احساسات څرګند کړي . دا ډول ماشوم نه شي کولای، چې خپله غوسه په طبیعي توګه څرګنده کړي او د نورو تګلارو په مرسته یې ښکاره کوي .

هلکان باید خپله غوسه څرګنده کړي، که څه هم والدین یې له دې مسئلې مینه نه لري او که څه هم ماشومان نه شي کولای خپل افکار او احساسات په ښه توګه څرګند کړي، کله وخت د خپلې غوسې او منفي احساساتو د سړولو له پاره بدې خبرې له خولې را بهر کوي .

غوره ده، چې والدین ترکومه ځایه چې امکان لري، خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړي، ترڅو خپلې ستونزې په خپله حل کړي او خپلو شخړو ته د پای ټکی کېږدي .

په زړه پورې ده، چې هلکان کله وخت کولای شي خپله له یو بل سره پخلا شي او له یوبل سره شخړې ته د پای ټکی کېږدي . که چېرې ماشوم ته دا موقع ورنه کړئ، حتا د کوچنیو ستونزو د حل له پاره به هم په تاسو تکیه وکړي .

که چېرې ومو لیدل، چې ماشوم مو نه شي کولای، له خپلو دوستانو سره خپلې ستونزې حل کړي، هغه ته لارښوونه وکړئ . د بېلګې په توګه ماشوم ته ووایئ : ولې تاسو دواړه میندې نه جوړېږئ، چې ناوکیانې مو اولادونه وي ؟

که چېرې ماشومانو یو بل ته بدې خبرې وکړي، والدین نباید له هغو سره شخړه وکړي، بلکې باید ووایي : کله چې ماشوم غوسه وي، باید ځان کنټرول کړي او ښې خبرې وکړي .

حتا که چېرې ماشوم د خپلې مور خبرو ته غوږ ونه نیسي، کله چې ویني مور یې د هغه ترڅنګ ده او په چلند باندې یې پام کوي، تر ډېره ځان کنټرولوي .

تاسو کولای شئ، د ماشومانو ترمنځ د شخړې او دعوا د مخنیوي له پاره، په ځانګړو موقعیتونو کې د هغوی له مېشتېدلو څخه مخنیوی وکړئ . د بېلګې په توګه : کله چې ماشوم یو له خپلو دوستانو سره لوبې کوي، خو که چېرې بل ملګری یې هغوی ته ورشي، نو له هغه سره شخړه کوي . خپلو ماشومانو ته ووایئ، چې یو بل ومني او له یو بل سره روغه جوړه وکړي، خو که چېرې ماشوم له بل ځانګړي ماشوم سره تل ستونزه لري، نو مه پرېږدئ، چې هغوی دواړه له یو بل سره لوبې وکړي .

تل خپل ماشوم ته دا اجازه ورکړئ، چې تل خپل احساسات له تاسو سره شریک کړي، خو دا هم باید ورته ووایئ، چې د اړتیا په وخت کې باید خپله غوسه کنټرول کړي .