پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د ماشومانو په روزنه کې د والدینو رول

لیکوال: ډاکټر ابراهیم شینواری

د ماشوم د زده کړې لومړنۍ اداره کور دی. ماشوم له خپلو والدینو سره تر ټولو زیات وخت تیروي او له دوی او هغه چاپیریال څخه تر ټولو زیات شیان زده کوي چې والدینو ورته تیار کړی وي. والدین د خپل ماشوم په پوهنه کې حیاتي رول لري. که ماشوم په هر عمر کې وي (که په ښوونځي کې درس وایي او که په پوهنځي کې).  که والدین خپلو ماشومانو ته پام وکړي، دوی د هغو ماشومانو په نسبت له زده کړو ډیرې موثرې نتیجې اخلي، چې توجه ورته نه ده شوې. که میندې پلرونه لاندې ټکو ته پام وکړي، دوی د خپلو ماشومانو پوهنه ښه کولی شي.

1) خپلو ماشومانو ته زیات وخت ورکړئ

په خپل مصروف ژوند کې ماشومانو ته وخت بیل کړئ. که تاسو دوی هیر او له نظره وغورځوئ، په دوی کې به بې مسئولیتي وده وکړي او له زده کړې سره به یې مینه کمه شي.

څومره زیات چې کیدای شي له خپلو ماشومانو سره وخت تیر کړئ او د دوی د ورځنۍ زده کړې په باب ورسره بحث وکړئ.  هره ورځ ترې وپوښتئ چې نن یې په ښوونځي یا پوهنځي کې څه لوستلي دي. که ممکنه وي له دوی سره په زده کړه کې مرسته وکړئ. له دوی سره پدې باب خبرې وکړئ چې دوی څنګه بهتره کیدای شي.  دوی په ژوند کې د لوست له اهمیته خبر کړئ. پدې لاره ماشومان له زده کړو سره مینه پیدا کوي او په ازموینو کې ښې نمرې اخلي.

که تاسو خپلو ماشومانو ته وخت نه ورکوئ نو دا توقع ترې مه لرئ چې دوی به په تعلیمي ژوند کې ښه وي.

2) دوی ته په کور کې یو مرستندویه چاپیریال جوړ کړئ

د کور چاپیریال د ماشوم پر ژوند زیاته اغیزه کوي. یو له مینې ډک چاپیریال ایجاد کړئ، د کورنۍ د ټولو غړو تر منځ ښې اړیکې ولرئ، ځکه ستاسو د ماشوم پر ذهن ډیره ښه اغیزه لري او پدې توګه دوی بیا ښه زده کړه کولی شي. که د کور چاپیریال ماشوم تر فشار لاندې راولي، دوی به پر خپلو لوستونو تمرکز ونه شي کړای.

په کور کې مرستندویه او تعلیمي چاپیریال جوړ کړئ. داسې کارونه مه کوئ چې د درس ویلو پر مهال ستاسو د ماشوم توجه راواړوي، لکه د تلویزیون لګول. دوی ته د لوست یو ارام ځای برابر کړئ چې په پوره تمرکز زده کړه او لوست وکړای شي. ځینې چارټونه او جدولونه پر دیوال یا یوه تخته راوڅړوئ.

3) خپل ماشومان وهڅوئ

که ماشومانو مو په ازموینو کې ښې نمرې واخیستې، ویې ستایئ. که کمې نمرې یې واخیستې، ښه والي او زیارکښۍ ته یې وهڅوئ. په ازموینه کې د بري په خاطر ستاینه دوی نور هم هڅوي چې لا زیات زیار وباسي او نور هم ښه شي. د کمو نمرو په صورت کې یې وهڅوئ چې زیات زیار وباسي او بیرته را اوچت شي او له نوي تصمیم سره پيل وکړي.

4) د ښوونځي یا پوهنځي له ښوونکو سره په اړیکو کې اوسئ

د خپلو ماشومانو د ښوونځي یا پوهنځي ښوونکي په اونۍ کې یو ځل وګورئ او د مربوطه ښوونکي څخه د خپل ماشوم د زده کړې په باب پوښتنه وکړئ. دا کار به تاسو ته ستاسو د ماشوم د زده کړې په باب مفکوره درکړي. تاسو به د خپل ماشوم په کمزوریو پوه شئ او وروسته به یې هماغه ډول اصلاح کړئ. که له ښوونکو یې پوښتنه وکړئ، ماشومان به مو د زړه له کومې زده کړه وکړي.

5) له خپلو ماشومانو سره د دوی د ستونزو په باب وغږیږئ

ماشومان مو کیدای شي ځینې ستونزې ولري چې د دوی زده کړه ټکنۍ کوي. له خپلو ماشومانو وپوښتنئ چې که دوی دغسې ستونزې لري درته ویې وایي، تاسو یې حل کړئ. کله چې یې د ستونزو په باب له دوی سره خبرې کوئ، نو دوی په ازاد ډول بحث کولی شي.

6) د خپلو ماشومانو په کړنو یو نظر ساتئ

د ماشومانو ورځیني کارونه مو څارئ او یقیني کړئ چې دوی خپل وخت او انرژي په ناضروري شیانو او کارونو ونه لګوي. دوی باید خپل زیات وخت په ګیم او فلمونو ونه لګوي. هیڅکله په خپل ماشوم بدګمانۍ مه کوئ، خو کړنې یې په داسې ډول څارئ چې دوی فکر ونکړي چې تاسو پرې شک کوئ.

7) د خپلو ماشومانو د لوست عادت اصلاح کړئ

خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړئ چې څرنګه خپل د لوست عادت اصلاح کړي. داسې یې وروزئ چې په وخت ویده شي او سهار وختي له خوبه پاڅیږي. که لوست ته نه کیني، ویې روزي چې دا کار وکړي، پدې ډول به د لوست او زده کړې سره عادت شي. د ښې زده کړې او لوستلو او ازموینې ته د تیارۍ لارښوونې ورته وکړئ. له بې ګټې کارونو یې راوګرځوئ.

8) د لارښوونې پر مهال باید ستاسو سلوک مناسب وي

تاسو باید له خپلو ماشومانو سره د خپلې مینې او جدیت تر منځ توازن وساتئ. کله چې ماشومانو ته د لوست او زده کړې لپاره لارښوونه کوئ، نو مینه ورسره کوئ. خو کله چې یې له ځینو ناضروري او مضرو کارونو او خبرو راګرځوئ امرانه برخورد کوئ. هیڅکله یې مه وهئ خو په کلکه یې له غیر ضروري او مضرو کارونو او ناسم چلند څخه راوګرځوئ. پدې ډول به دوی ستاسو برخورد جدي ونیسي او لارښوونې به مو ومني.

9) د ماشومانو تر منځ د کینې د پیدا کیدو مخنیوی وکړئ

ماشومان هله په خپلو منځونو کې کینه کوي چې فکر وکړي والدین یې یوه ته په مینه او توجه کې ترجیح ورکوي. د دې کار لپاره لاندې اووه تدابیر مهم دي چې هر مور او پلار یې باید په پام کې ونیسي:

  1. ماشومان یو له بل سره مه پرتله کوئ. په ځانګړي ډول یوه ته بد او بل ته ښه نسبت مه کوئ. دا ډول پوښتنې د دوی وړتیاوې له منځه وړي: (ولې د خپل ورور په شان لایق او د خپلې خور په شان منظم نه یې).
  2. هر ماشوم ته په ازاد ډول غوږ شئ. د ماشومانو خبرو ته په دقت غوږ نیول، له دوی سره ستاسو مینه او درناوی ورښایي.

III. د ماشومانو د ښوونځي کارونه هم مه مقایسه کوئ. دوی پریږدئ چې خپل کارونه سره پرتله کړي او یو له بله څه زده کړي یا سره مرسته وکړي. که د دوی اړتیا وي، تاسو ورته یوازې خپل مرسته وړاندیز کړئ.

  1. په ماشومانو منفي لیبلونه (ټاپې) مه لګوئ. دا بیا د کور په دننه او بهر ټولنه کې پر ماشوم دایمي کیږي. دا ډول جملې او ټاپې د ماشوم شخصیت زیانمنوي: (دا زموږ د کور لیونی یا احمق دی).
  2. د هر ماشوم ځانګړی استعداد وروزئ. هر ماشوم کیدای شي په بیله برخه کې استعداد ولري، تاسو یې لومړی دغه استعداد وپيژنئ او بیا یې وروزئ. هر ماشوم حق لري چې ځانګړی استعداد یې وروزل شي.
  3. هر ماشوم ته ځانګړی او جلا وخت ورکړئ. لدې یوازې وخت څخه ګټه واخلي تر څو د دغه ځانګړي ماشوم ستونزې وپیژنئ او پر خپلو وړتیاوو یې باوري کړئ.

VII. په ماشومانو کې د همکارۍ سلوک وهڅوئ. داسې زمینې جوړې کړئ چې یو ماشوم بل حمایه کړي، پخپلو منځونو کې همغږي وکړي، لوبې وکړي او یو بل سره په هغو برخو کې مرسته وکړي چې کولی یې شي.

یاددښت: کیدای شي د دې لیکنې ځینې سپارښتنې د افغانستان په شرایطو کې یو څه سختې وي، لکه هره اوني د ښوونکو کتل او په کور کې ماشومانو ته د زده کړې او لوست ډیر ارام ځای برابرول. خو تر وسه وسه باید والدین د خپل حالت او امکاناتو سره هڅه وکړي.