د ماشومانو ځورونه د سکیزوپرینیا اوايي ناروغۍ سبب ګرځي

ليکنه: شفیع الله حبیبي

دا واضح خبره ده چی د یو کس ځورول او ویرول د روانی ګډوډیو لامل ګرځي او په قرباني کس کی د رواني ناروغیو د پیدا کېدو احتمالات زیاتوی. خو که ځورونه د کورنی د غړو یعنی خویندو او ورونو تر منځ واقع سی د روانی ناروغیو خطر دری چنده کوی.

د افغانستان په اکثره کورنیو کی د ماشومانو د پیداکولو شمیر نسبتا نورو هیوادونو ته زیات دی چی د روانی ناروغیو احتمالات زیاتوی او افغانی کورني د بیلابیلو روانی ، اقتصادی، اجتماعی، کورنی او داسی نورو مشکلاتو سره زیات مخ کیږی او اکثره وخت خو دا مشکلات د ډیرو شدیدو ناروغیو باعث هم ګرځیدلای سی.

داسی مثالونه هم سته چی ټوله کورنی د یوه هلک یا یوی انجلی د غلطی له وجهی تباه کیږی او په اجتماع کی د روانی، اقتصادی او اجتماعی کشمکشونو سره مخ کیږی. دا ټول لدی کبله چی له لویه سره د ماشومانو مور او پلار خپل ژوند او ماشومانو ته کافی توجه نه وی کړی.

که ځیر سو مور او پلار د ماشومانو د ژوند د سمبالولو اړوند ډیر دروند مسولیت لری او د ماشومانو ژوند ته باید هر اړخیزه پاملرنه وکړی. البته زه د نورو اړخونو څخه تیریږم او د خپلو ګرانو هیوادوالو لپاره د ماشومانو پر اړیکو، یو د بل سره رویی او روانی موضوعاتو او خاصتا د ماشوم یو او بل پر ځورونی یا (Bullying) باندی رڼا اچوم.

لدی څخه مخکی چی اصلی موضوع روښانه کړم غواړم تاسو ته د ځورونی چی په انګلیسی کی ورته بولینګ ((Bullying ویل کیږی یو لنډ تعریف وړاندی کړم.

ځورونه یا بولینګ یو ناغوښتل سوی او تعرضی رویه ده چی عموما د نوی ځوانانو یا کوچنیانو لخوا څخه یو پر بل تر سره کیږی او په پایله کی قربانی کس د ناراحتی احساس کوی. ځورونه کیدای سی یا په فزیکی شکل وی او یا هم په ژبه سره وی لکه د یو کس توهین کول، له خپل ډلی څخه شړل، یو کس ته بد رد ویل، د یو کس په اړه غلطی اوازی خپرول، یو ماشوم ته اخطار ورکول، د نورو کوچنیانو له ده څخه لیری کول، یو کس د نورو اشخاصو په منځ کی شرمول او داسی نور.

د نوی څیړنی پر اساس چی په انګلیستان کی د وارویک په پوهنتون کی تر سره سوی په ډاکه سوه چی په هغه کورنیو کی چی خویندی او ورونه یو بل ویروی او ځوروی، په هغه ماشومانو کی د روانی ناروغیو وده کول په ځوانی او یا د ژوند په وروستیو کلونو کی دری برابره زیاته ده تر هغه خویندو او ورونو چی یو او بل نه ځوروی.

په نوموړی څیړنه کی د ۳۶۰۰ کوچنیانو لپاره کوم چی عمرونه یی تر ۱۲ کلونو پوری وه سوالنامی ډکی سوی.

په دی ډله کی هغه کوچنیان هم موجود وه چی ځورول سوی وه او هغه ډله هم وه چی ځوریدل یی کړی وه او هغه ډله هم موجود وه چی هم یی ځوریدل کړی وه او هم بیرته ځورول سوی وه.

د هغه څخه وروسته هغه کوچنیان چی کله ۱۸ کلنی ته ورسیدل بیرته امتحان کړل سوه او معیاری سوالنامی یی ډکی کړی. د هغوی له جملی څخه هغه کوچنیان چی په دوامداره توګه ځورول سوی وه او یا یی نور ځورولی وه د سکیزوپرینیا ناروغی په نښو اخته سوی وه چی د هغوی ماشومانو شمیر تقریبا ۵۵ تنو ته ورسید. یعنی څومره چی د ځورونی کچه لوړیدل په هغه اندازه سره د سکیزو پرینیا او نورو روانی ناروغیو د نښو شتون هم زیات وو.

هغه کوچنیان چی هم په خپل کور او هم مکتب کی ځورول سوی وه د هغوی چانس د سکیزو پرینیا ناروغی په مبتلا کیدو باندی تقریبا ۴ برابره وو یعنی له هغه څخه هم زیات وو.

دا لدی کبله ده چی ماشوم په اجتماع کی ډیر وخت نه تیروی او که په اجتماع کی یو ماشوم د یو پردی کس لخوا څخه و ویرول سی او وځوریږی د ده لپاره هغه ډیر مهم نه وی نو نوموړی کس بیرته کورنی ته رجوع کولای سی تر څو د کورنی د غړو سره خپل مشکلات شریک کړی او پر هغو یی اعتماد د هر چا څخه زیاد دی او د خپل کورنی مشوره او ډاډګیرنه د ماشوم د پاره ډیر روانی سکون بخښی خو که نوموړی ماشوم د خور یا ورور لخوا څخه وځوریږی یا وویرول سی نو په ماشوم کی د ناامیدی، د ځان ملامتیا، د اجتماعی ماتی، ویری، خپګان او بی وسی احساسات زیږوی. نوموړی عوامل د روانی ناروغیو په پیدا کولو کی رغنده رول لوبوی.

په دی ناروغیو کی ) (Schizophrenia سکیزوپرینیا ناروغی هم شامله ده. سکیزوپرینیا ډیره خطرناکه روانی ناروغی ده. پدی ناروغی کی ناروغ کس د شیانو د لیدلو او اوریدلو په اړه شکایت کوی. افکار او خبری یی غیری معقولی وی. احساسات یی پر ځای نه وی د خندا په وخت کی ژاړی او د غم په وخت کی کله کله خاندی. د ناروغ کس درک سم نه وی. د ډیر خپګان څخه ځوریږی. کله کله د ځان وژنی هڅه هم کوی.

د ناروغ په رویه کی ډیر لوی او منفی تغیرات لیدل کیږی. په اجتماع کی مثبت رول نسی لوبولای. په ورځنی کارونو کی، په عبادت کی په کورنی کی او دا ډاول د ژوند په نورو اړخونو کی یی منفی تغیرات رامنځته کیږی. د یادی ناروغی علاج تر اوسه نه دی کشف سوی خو نښی او نښانی یی تر یو حده پوری کمیدلای سی.

ددی څخه برعلاوه په دی ډله کی د بایپولر (Bipolar Disorder) ناروغی هم شامله ده چی ماشوم پکی کله کله بی حده خوښ او کله بیا پرعادی موضوع ډیر خوابدی وی. په توجوع، خوب، رویه، افکارو او فزیکی ځواک کی یی منفی تغیرات رامنځته کیږی چی په ذمن کی د نورو بیالوژیکی او عصبی ناروغیو لامل ګرځی.

په پایله کی باید ووایم چی مور او پلار باید ددی موضوع اړوند اقدام وکړی تر څو په کورنی، شااوخوا چاپیریال او همداشان په مکتب کی د ماشومانو تر منځ د تعرضی رویی او ځورونی (Bullying) څخه مخنیوی وکړی.