پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ماشوم رټل، هغه ته د وینې لوړ فشار پیدا کوي

 

لیکوال : شریف شاهین

په امریکا کې یوې نوې تازه څیړنې ښوودلې ده، چې هغه ماشومان چې په کوچنیوالي کې د روحي فشار، خفګان او سټریس سره مخ شي، وروسته د وینې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته کیږي.

تر دې وړاندې څیړنې وايي، چې د چا مور او پلار او یو هم له دوې څخه د ۵۵ کلنې څخه وړاندې د وینې لوړ فشار ولري؛ احتمال دې چې اولادونه يې هم د وینې لوړ فشار ولري.

ولې دا څیړنه په حقیقت کې یوه نوې لاس ته راوړنه ده، چې پکې د ماشومتوب د دورې خفګان او سټریس د وروسته عمر د وینې د لوړ فشار لامل کیږي.

څیړنه دا هم وايي، چې هغه انسان چې مور او پلار يې د وینې لوړ فشار ونه لري، بیا هم ۶ سلنه احتمال دی چې د وینې په لوړ فشار اخته شي.

اما که والدین (مور او پلار) دواړه د وینې فشار ولري، ۱۹ سلنه احتمال دی، چې اولادونه يې د وینې لوړ فشار ولري.

دا په هغه صورت کې چې د والدینو د لوړ فشار تکلیف يې له ۵۵ کلنې مخکې تشخیص شوی وي.