د مثبت او خوښ ژوند لپاره ۵ مهم ورځني عادتونه

ژباړه: غازي عابد

زموږ د ژوند د کامیابۍ کلي خوښ اوسېدل دي، د خوښۍ تر څنګه که چیرته موږ مثبت اوسو، دا به په ټولنه کې زموږ لپاره تر ټولو ستره شتمني وي. خو که کرکجن اوسو، بیا به له بریالیتوب لرې او وروسته پاتې یوو.

هره ورځ ډیر کار کول، په عبثیاتو وخت تیرول او نور ددې لامل شوي چې موږ له ډیر فشار سره مخ شو او منفي ګرايي وکړو، یعنې د ژوند د وړو او لویو فشارونو له امله دې ته مجبوره کیږو چې په چا نېوکه وکړو، ګوته ورته ونېسو، ملامت یې کړو او بلاخره یو منفي نظریه خپله کړو. (منفی ګرا شو).

کله مو چې منفي ګرايي عادت واخیست بیا متاسفانه! بل داسې هیڅ لاره نه وي چې له منفي ګرا شخصیت ځیني خلاص شو او خپل قوت او استعداد ترې لرې وساتو، ځکه منفي ګرايي موږ هم زبیښي او زموږ په خوا او شا کې نور هم.

له بله پلوه زموږ دا ژوند هم د پيښو او حادثو یوه لړۍ ده، دا چې موږ څنګه دغو ستونزو او پیښو ته غبرګون وښيو او څرنګه خپل ژوند بدل کړو؛ مثبت که منفي، دا انتخاب زموږ په لاس کې دی.

ددې مثال په اړه فکر وکړئ او بیا منفي فکر لرل معلوم کړئ:

کله چې په موټر کې په لوی سړک چټک روان یوو، په دې وخت کې ناڅاپه د یو بل موټر هرنډونه واورو چې موږ پسې یې وهي او تیز خوشي وي، داسې مهال به حتماً له موږ سره ناست هر کس سخت زما په شمول غوسه او پاریدلی وي، ممکن کله چې له مونږه هغه موټر مخکې کیږي، ګواښونه ورته وکړو او د لاسونو په خوځولو سره د غوسې او جنګ نه ځان ډک ورښکاره کړو.

له دې معلومیږي چې مثبت اوسېدل ساده پریکړه ده، خو اسانه نه ده، ځکه اکثره خلک بد عادتونه زیات لري چې دا د هغه مثبت کیدو په مقابل کې خنډ ګرځي.

 

موږ باید نوي عادتونه ترلاسه کړو، څو بد له منځه یوسو، او یوازینۍ لار یې همدا ده چې دا کار قدم په قدم سره همیش وکړو.

اوس یې دلته درته د مثبت اوسیدو هغه پنځه عادتونه وایو.

۱- منفي ګرايي کمه یا له منځه یوسئ

منفي ګرايي عموما په لفظي ډول سره په هر ځای کې رامنځته کیږي، مثلاُ په ماښامانیو خبرونو، د تلویزونو په خپرونوو ، تاوتریخجنو فلمونو، بې احتیاطه او تعرضي موټر چلوونکو، د همکارانو یا کارکوونکو شکایتونو او نور…

ښه نو څنګه له دې شیانو چې د خلکو ژوند ورسره تړلی دی ځان خلاص کړو، اسانه لارې دا ده چې یو څه ترې لرې شو او وقفه واخلو.

هره ورځ باید یو یو منفي عادت له ځانه لرې کړو.

خپل تلویزون هغه وخت بند کړو، کله چې منفي اخذ ترې کوو.

د خپل هغه ملګري یا ملګرې سره خبرې باید بندې کړو، چې له خپل خاوند/میرمنې راته شکایتونه کوي…

۲- بې قېده و شرط ورکړه

دا به ډیره قوي او له جذباتو ډک عمل وي چې یو تن یې د بل چا لپاره کوي.

دا څه ته وايي؟

یوه بې کوره کس ته لس ډالر ورکوو، په داسې حال کې چې هغه له دې ډیرو ته ضرورت لري. یا د یوه سپین ږیري سړي بیکونه د هغه موټر ته ورسره وړو، ځکه موږ ګورو چې هغوی خواري کوي خو نه یې شي وړلی او داسې نور د بې قیده او بې شرطه ورکړې او رضاکارانه فعالیتونو بیلګې دي.

 

که چیرته موږ دا کار په ورځ کې یو ځل وکړو، نو هیڅ شک نشته چې موږ به په ناڅاپه توګه یو غټ پرمختګ وکړو او له منفي ګرايي څخه مثبت لوري ته به ولاړ شو.

یعنې موږ چې کله هم له چا سره مرسته کوو، یو ډول بخیلتوب رانه کیږي چې دا هم د منفي ګرايي لامل دی، که چیرته بې قیده او بې شرطه اړیکه وپالو او خلکو سره تر وسه مرسته وکړو، مثبت لوری مو قوي کیږي.

۳- تمرین او ورزش:

موږ اکثره وخت او هر وخت اورو چې تمرین کول او په خاص ډول سره قوي او سخت تمرین تر ټولو ښه علاج دی.

ځکه تمرین کول زموږ د فزیکي صحت او ښه احساس کولو لپاره ډیر مهم دی، په دې سره مو عضلات قوي کېږي او اکسیجن په بدن کې ښه عمليه هم کولی شي. نو که تر اوسه مو ورزش نه وي کړی، نو شروع یې کړئ، که منډه وهل وي، ټوپ کول وي، د ټینیس لوبه او نور… یعنې سپورټ ستاسې د صحت کیلي ده، چې هر وخت یې کوې ویې کړئ.

بل دا؛ کله چې سپورټ کوو، موږ به ښه احساس کوو، ښکلي به ښکارو، او ډیر زیات به مطئین، مثبت او خوشحاله یوو.

۴- له بیلابیلو او نابلدو خلکو سره باید ناسته ولاړه وکړو

اکثره خلک نورو ته په کمه او سپکه سترګه ګوري، په اړه یې غلط قضاوت کوي او هڅه کوي چې هیڅ ډول د سترګو تماس یا خبرې کولو وخت مقابل لورې ته ورنه کړي، ولې داسې کیږي؟

ځواب: ځکه منفي ګرايې او منفي ټولنو همدا ورښودلې چې بل ته احترام مه کوه او باور هم پرې مه کوه. خو په حقیقت کې وروسته وګورو تقریباً هغوی ته چې په بده سترګه کتل شوي ۹۹ سلنه شریف او باعزته خلک به وي.

نو د سپک نظر کتو پر ځای باید خلکو سره ښه اړیکه ونیسو، سره کیښنو، وغږیږو او ښې اړیکې ولرو، ځکه دا باید ځانته فرصت وبولو چې تر څو له ډیرو خلکو سره روابط او مثبت پرمختګ پیدا کړو.

۵- مسکا

مسکا کول ډیر وړه خبره ښکاري، خو ډیر لوی پیغام لیږدوي. ډیر خلک په همدې رښتوني مسکا سره توانیدلي چې له نورو سره ښې اړیکې پیدا کړي او صمیمانه لیدل سره وکړي.

کیدای شي موږ چاته په بې غورۍ سره د سلام غږ ور وکړو، خو ددې تر څنګ تر ټولو ډیر اغیز او زور په صداقت سره مسکا کې دی چې مقابل لوري ته کوو.

د یو چا موقت خوشحالي، کولی شي چې زموږ پر لا ډیرې خوښۍ ژور تاثیر وکړي. نو هڅه وکړئ چې دا پورته یادې شوې لارښوونې په ورځ کې له پنځو تنو سره تکرار کړئ.