چهارشنبه , 17 اپریل 2024

د مجیب پیاوړې توپ اچونه افغان ۱۹-کلنو لوبډله پایلوبې ته ورسوله

نن افغان ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې د نیپال ۱۹ – کلنو لوبډلې ته ماتې ورکولو سره د ځوانانو اسیا جام پایلوبې ته لار ومونده.

د لوبې پچه افغان ۱۹ – کلنو لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

نن یو ځل بیا افغان ۱۹ – کلنو توپ اچونکو پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د ځان سمبالولو فرصت په لاس ورنکړ.

نیپالۍ لوبډلې ۲۸ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د انیل شاه ښه ځلېدو او نیمه سلیزې په مسته ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

نیپال لپاره انیل شاه په ۵۷ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.

افغانستان لپاره مجیب تر ټولو پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۸ منډو ورکولو سره ۶ مهمې وېکېټې واخیستې. قیس احمد هم دوه وېکېټې واخیستې.

ځوابي توپ وهنې کې افغان ۱۹ – کلنو لوبډلې ټاکل شوی هدف ۲۰٫۳ اورونو کې یوازې درې وېکېټې له لاسه ورکولو سره د رحمت الله گرباز پیاوړې توپ وهنې سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

رحمت الله گرباز په ۶۵ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۱ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

نیپال لپاره سنډیپ، کمل سېنگ او پون یوه یوه وېکېټه واخیسته.