د محمد نبي لوبډلې خپله څلورمه لوبه وبايلله

 

 

د کريبين پريمئير ليګ په روانو سياليو کې ١٣مه لوبه د ټرينبېګو نايټ رايډرز او کټس اېنډ نيويس پېټريوټس ترمنځ ترسره شوه، چې ټرينبېګو په ٤ ويکټو بريا ترلاسه کړه.

د افغانستان مخکښ لوبغاړي محمد نبي لوبډلې کټس پچه وبايلله خو سيالې لوبډلې ورته د توپوهنې وړانديز وکړ. محمد نبي د خپلې لوبې په ګټه په توپوهنه کې ١٧ منډې په ٨ توپونو د ١ شپږيزې او ٢ څلوريزو په مټ وکړې او همداسې يې يې په ٣ اورونو کې ٢ لوبغاړي هم وسوځول، نوموړي په ٣ اورونو کې ١٢ منډې وکړې او يو اوور يې مېډن ورکړ، چې هېڅ منډه پکې نه وه او يو کېچ يې هم ونيوه.

کټس لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٧ لوبغاړو په تاوان ١٥٨ منډې وکړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې ١٥٩ منډې هدف وټاکه. د کټس لوبډلې له لوري شمره بروکس ٣٧، جوناتن کارتر ٣١، کارلوس ١٩، محمد نبي ١٧ او محمد حفيظ ١٣ منډې وکړې، بل کوم لوبغاړى له لس عدد نه پورته لاړ نه شو.محمد نبي سي پي ايل

د ټرينبېګو لوبډلې له لوري سونيل ناراين ٢، کيوين کوپير ١، شاداب خان ١ او ډواين براو هم ١ وېکټه ترلاسه کړه.

د ټرينبېګو لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره توپوهنې ته راووته او لومړۍ ويکټه يې براتوېټ ترلاسه کړه، چې سونيل ناراين محمد نبي کېچ کړ. ناراين ٥ منډې وکړې او دا وخت لوبډله په ١١ منډو ولاړه وه. دوهمه ويکټه په ٣٨ او دريمه ويکټه په ٤٢ وسوځېده، خو د ټرينبېګو لوبډلې لوبغاړو بيا هم د هدف پوره کولو لپاره خوندوره لوبه کوله.

نوموړې لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې پوره کړ، چې ٣ باله يې پاتې هم و، د ټرينبېګو لوبډلې ١٦١ منډې وکړې او ٦ ويکټه يې له لاسه ورکړې. د يادې لوبډلې له لوري دينيش رامدين ٥٩، کولين مونرو ٣٦، ډواين براو ٢٠، برينډن ميککولم ١٦ او جاون سيرليس ١٢ منډې وکړې، بل کوم لوبغاړى د لسو له عدد پورته لاړ نه شو.

د کټس لوبډلې له لوري محمد نبي ٢، سمويل بدري ٢ او کارلوس ١ ويکټه ترلاسه کړه.

ټرينبېګو لوبډلې کټس لوبډله ماته کړه او په څلور ويکټو يې بريا ترلاسه کړه. د ټرينبېګو لوبډلې لوبغاړى دينيش رامدين د لوبې غوره لوبغاړى شو.

ياده دې وي چې د محمد نبي لوبډلې کټس اېنډ نيويس پېټريوټس تراوسه پورې څلور لوبې کړي دي، چې مخکنۍ درې لوبې يې ګټلي او په څلورمه لوبه کې يې ماته وخوړه. په روان کيريبين پريمئير ليګ کې تر ټولو مخکې ټرينبېګو نايټ رايډرز لوبډله ده، چې تراوسه يې ٦ لوبې ترسره کړي دي، چې په ٥ کې بريالۍ او يوه کې يې ماته خوړلې ده. په دوهم لوبر ورپسې د محمد نبي لوبډله، کټس اېنډ نيويس پېټريوټس ده، چې په څلورو کې يې درې لوبې ګټلي دي، خو د بل افغان لوبغاړي راشد خان لوبډله ګيانا امازون واريرز بيا په پنځم لمبر ده، چې په څلورو لوبو کې يې ١ ګټلې او ٣ کې يې ماته خوړلې ده.

کاپي (خبریال)