پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د مخابراتو وزارت وايې، ډیرژر به د ۴جي انټرنېټ اسانتیاوې پيل شي

دافغانستان حکومت داسې وخت د څلورجي انټرنېټ خدمتونو د وړاندې کولو خبر کوي چې په دغه هېواد کې زیاتره د انټرنېټ کارونکي د انترنټ د ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه سر ټکوي، خو حکومت تل ویلي د انټرنېټ کیفیت د لوړولو او بیو د ټیټولو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت په نژدې راتلونکې کې په دغه هېواد کې د څلورم نسل یا ۴ جي انټرنېټ د کار پیلولو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت چارواکو له شخصي مخابراتي شبکو غوښتي چې د ۴ جي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تخنیکي تیاریو تر څنګ خپل کاري اجازه لیکونه هم تازه کړي.

په افغانستان کې انټرنېټ ته د خلکو د اړتیاو په لوړېدو سره اوس د انټرنېټ څلورم نسل یا ۴ جي بازار ته وړاندې کېږي.

په افغانستان کې د خپرونو او لېږد په موخه چټک انټرنېټ ورځ تر بلې خپل ارزښت ډېروي. د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه یې په هېواد کې د ښه او کیفیت لرونکي انټرنېټ وړاندې کول دي.