د مرکې مهارتونه

لیکوال: عزت الله شمـــــسزی

د دندې پيدا کولو لپاره مرکه یا انټرویو کېدای شي ستاسې د ژوند تر ټولو مهمه مرکه وي. ځینې کسان ددې کار لپاره په بشپړه توګه تیاری نیسي، خو ځینې نور بیا پرته له دې چې خپله بیوګرافي سمه ولولي او د اعلان شوي پوسټ په اړه معلومات ترلاسه کړي مرکې ته ورځي، همدا یې سبب وي چې یو شمېر په مرکه کې کامیابه او یو شمېر نور نا هیلې بېرته وګرځي. لکه د غوښتلیک لېږلو نه دمخه چې د پوسټ لپاره د بیوګرافي نوی کول یا په کې ادلون بدلون راوستل ضروري وي، همداسې تر مرکې یا انټرویو دمخه د مطلوب پوسټ د کارونو او مسولیتونو په باره کې د معلوماتو راټولول هم اړین دي. کله چې مو لیکلې ازموینه ورکړه، یو څه وخت د هماغه پوسټ په اړه تحقیق ته هم ورکړئ، که نوموړې اداره ویبپاڼه، تبلیغاتي مواد او راپورونه ولري هغه له نظره تېر کړئ او د فعالیتونو په اړه یې خپل معلومات نور هم زیات کړئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې د مرکې په وخت کې پر ځان ډاډمن و اوسئ او په زړورتیا سره د خپلې وړتیا مظاهر وکړئ.

دمخامخ مرکو په وخت کې د ګومارونکي موسسې یا ادارې درې یا څلور کسه له تاسو نه پوښتنې کوي، هڅه وکړئ پوښتنو ته یې لنډ او مناسب ځوابونه ورکړئ. زیاتره پوښتنې ستاسې د وړتیاو او تیرو تجربو په اړه وي، که چېرې ځوابونه مو داسې تنظیم کړئ چې د هغوی له معیارونو او غوښتنو سره سم وي نو ستاسې ګمارلو چانس زیاتوي. که د اعلان شوي پوسټ اړوند تېرې تجربې او لاسته راوړنې لرئ په مناسب وخت کې یې ورته واوروئ. لازمه نه ده چې د هغوی ټولې پوښتنې دې ستاسې له ذوق سره سمې وي، کله نا کله مرکه کوونکي بې ربطه او بې مسلکه پوښتنې هم کوي ځکه کېدای شي داسې کسان هم په کې شامل وي چې د اعلان شوي پوسټ دکارونو او مسولیتونو په اړه تجربه ونه لري، له اداري او یا استخدام څانګو څخه راغلي وي، تاسې باید له خپلو تجربو او وړتیاو نه په استفاده له موضوع خارج نه شئ او پر ځای ځوابونه ورته وړاندې کړئ. د مرکې ورکولو په وخت کې منځلاری اوسئ، ځان ډېر کمزوری او یا هم ډېر قوي مه ور پېژنئ. که چېرې تاسې ډېر مودبانه برخورد وکړئ او د پوښتنو ځوابولو په وخت ډېر زیات حیاناک و اوسئ دا کار ددې سبب کېږي چې هغوی فکر وکړي تاسې کمزوری یاست، کافي معلومات درسره نه شته او یا هم ددې دندې د پرمخ بیولو وړتیا نه لرئ.

باالعکس که چېرې ځان ډېر زیات باجراته، پوه او با تجربې و ښایئ، دا کار هم کله کله ددې سبب کېږي چې مرکه کوونکي په راتلونکي کې له تاسې څخه ځان په خطر کې احساس کړي. ډېر ځله داسې لیدل شوي یو شمېر خلک کوښښ کوي تر ځان ټیټ او یا هم بې تجربې کسان وګوماري. مرکې یا انټرویو ته تر تګ دمخه خپل ظاهري لباس او شکل (جولې) ته هم پاملرنه وکړئ، ځینې وخت په اول ځل کتلو ستاسې ظاهري قیافه او څېره کېدای شي پر خلکو بد ولګېږي. د بېلګې په توګه که په یوه دفتر کې دعامه معلوماتو او یا پوهاوي مامور په کار وي او تاسې په داسې یو فلمي سټایل کې ورشئ چې هرڅه مو د ټولنې له دود دستور سره مخالف وي کېدای شي هغوی ستاسې ګومارلو ته زړه ښه نه کړي، ځکه تاسې به له ټولنې سره کار کوئ او ستاسې د ظاهري څېرې په لیدلو هغوی ویره احساسوي چې په خپل کار کې پاتې راشئ.

په مرکه کې زیاتره وخت لاندې پوښتنې مطرح کېږي:

خپل ځان معرفي کړئ؟

معلومه خبره ده چې دا پوښتنه ستاسې په بیوګرافي کې ځواب شوې، مګرهغه کسان چې له تاسې څخه ازموینه اخلي غواړي ستاسې د خبرو په انداز، د ژبې په فصاحت او بلاغت، د افهام او تفهیم په مهارتونو او اخلاقو ځان پوی کړي. لازمه نه ده چې تاسو د خپل قوم ، کلي، ولسوالۍ او ولایت جزییات وړاندې کړئ، هڅه وکړئ په ډېره عادي توګه د پنځو دقیقو لپاره یوازې د نوم، زده کړو، تجربو او شخصي شالید (بګراونډ) په هکله معلومات ورکړئ.

دې پوسټ ته مو څنګه ځان وړ وباله، په دغه برخه کې مو پخوا هم کار کړی دی او که نه؟ که کړی مو وي کومې لاسته راوړنې په کې لرئ؟

دلته تاسو ته دا موقع برابرېږي چې دخپلو تېرو تجربو ځينې مثالونه وړاندې کړئ او لاسته راوړنې مو ورته ووایئ، که چېرې مو پخوا په دې برخه کې کار نه وي کړئ، تاسې کولای شئ ووایئ چې پخوا مې په دې برخه کې کار نه دی کړی خو ځینې نور کارونه چې مې کړي له دې دندې سره یې اړخ لګاوه، له دې پوسټ سره د اړوندو لاسته راوړنو مثالونه ورکړئ او خپله دلچسپي ورته اظهار کړئ. ستاسې مسلکي خبرې او مهارتونه کېدای شي هغوی دې ته تیار کړي چې د مرکې په پای کې ستاسې په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

د مثبتو او قوي نقطو په اړه مو ووایئ؟

دلته مرکه کوونکي غواړي تاسې و ارزوي، هغه مثبت او منفي ټکي چې ستاسې په شخصیت کې موجود دي په زغرده یې ورته ووایئ. یوه موخه دا هم وي چې دکار په جریان کې له راپېښېدونکو ننګونو څخه سر له اوسه ځان خبر کړي او ستاسې په خوی او بوی بلد شي ایا تاسې په سختو شرایطو کې کار کولای شئ او که نه؟ ستاسې یو ځواب کېدای شي همدا وي چې په بحراني حالاتو یا هم دفشار په وخت کې د کار وړتیا لرم، کار په خپل وخت ترسره کوم، په ډله ییزو کارونو کې پخوا ډېر ځلېدلی یم. که پخوا مو په دفتر کې کار نه وي کړی د ښوونځي، پوهنتون د وختونو لاسته راوړنې او خپلې قوي ټکي ورته په ګوته کړئ.

په څومره وخت کې کولای شئ، له موږ سره یو ځای شئ؟

که چېرته په کومه بله اداره کې کار کوئ، لږ تر لږه پنځلس ورځې وخت ترې وغواړئ، ځکه موسسات او ادارې معمولاً په قرارداد کې لیکلي وي چې د دندې پرېښودلو په وخت کې به پنځلس ورځې دمخه ادارې ته خبر ورکوئ. که چېرې تاسې مرکه کوونکیو ته ووایئ چې په دوو یا درېیو ورځو کې له تاسې سره ملګری کېږم، دا ستاسې په بې وفایۍ او بې مسولیتۍ دلالت کوي. مرکه کوونکي فکر کوي تاسې چې هغه بلې ادارې ته وفاداره نه یاست او خپل مسولیت نه درک کوئ، ښایي له دې ادارې سره هم همداسې کار وکړئ او کارونه یې ورته نیمګړي پرېږدئ.

 

ددې ازموینې ورکولو په وخت کې هڅه وکړئ دمرکه کوونکیو په خبرو کې مداخله ونه کړئ، په سړه سینه د هغوی پوښتنو ته غوږ ونیسئ، که چېرې په کومه پوښتنه مو سر خلاص نه شي، په ډیر ادب سره له هغوی غوښتنه وکړئ چې پوښتنه درته بیا تکرار کړي یا واضحه یې کړي. که له مشهورو کسانو سره مو کار کړی وي د هغوی نومونه واخلئ. هیڅکله داسې احساس مه ورکوئ چې تاسې ددې پوسټ سره علاقه نه لرئ، که علاقه مو نه درلوده ضروري نه ده چې د ځان او نورو وخت ضایع کړئ.

د مرکې یا انټرویو په پای کې مرکه کوونکي یا کومې ادارې ته چې تاسې ازموینه ورکړې خپله پرېکړه کوي. د وروستيو پړاوونو لپاره کېدای شي ستاسې نوم او بیوګرافي په خپله اداره کې د بشري منابعو څانګې ته واستوي. د بشري منابعو څانګه دنده لري چې ستاسې ریفرنس یا هغه مراجعو سره اړیکه ونیسي کومې چې تاسې په خپله بیوګرافي کې لیکلي. که احساس کوئ چې مرکه مو ښه وه له هغو ملګرو، مراجعو سره تاسې هم اړیکه ونیسئ او له خپلې مرکې یې خبر کړئ. مراجع معمولاً هغه کسان وي چې تاسې ورسره کار کړی وي، کېدای شي ستاسې استادان، ملګري او یا پخواني مدیران وي.

له مراجعو سره تر اړیکو نیولو وروسته به مطلوبه اداره ستاسې اسناد وغواړي او د درېیو میاشتو لپاره چې امتحاني دوره ورته ویل کېږي ستاسې سره قرارداد لاسلیک کړي.