پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د مشرانو جرګي مشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د مشرانو جرګي رئیس فضل هادي مسلمیار د یادي جرګې غونډه کې خبرې کولي وویل، هیڅ ځواک نه شي کولی چې افغانستان له نقشي ورک کړي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره خبریالانو ته وویل که وغواړي د افغانستان جګړه وګټي د لس میلیونه افغانانو په وژلو سره به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د ترمپ دغو څرګندونو په هېواد کې سخت غبرګونونه را پارولي.

د مشرانو جرګي رئیس فضل هادي مسلمیار د یادي جرګې په غونډه کې د ټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی او ټرمپ یې یو درغجن انسان یاد کړی، دده په خبره که ټرمپ غوښتل چې په افغانستان کې جګړه پای ومومي نو په دي تېرو نولس کلونو کې به یې جګړي ته د پای ټکی اېښی و د مسلمیار په وینا، ټرمپ یوازي د مسلمانانو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي او نه غواړي چې په اتفاق کې اوسي نو ځکه یې په نړۍ کې مسلمانان سره په خپلو کې اچولي او دوی یوازي ننداره کوي.

همدا راز نوموړي زیاته کړه چې دا د ټرمپ شخصي نظر دی؛ خو په نړۍ کې هیڅ ځواک وجود نه لري چې د افغانستان په څېر امپراطورۍ ړنګوونکی هېواد د ځمکې له مخه محوه کړي.

په ورته مهال د هېواد یو شمېر سیاسیونو هم غبرګون ښودلی او ویلي، د ټرمپ څرګندونې د افغانستان تاریخ ته په سپکه سترګه کتلو په مانا دي.

دا په داسي حال کې ده چې آرګ هم د یوې اعلامې کې ویلي، د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.