د مطالعې پرمهال د خوب د له منځه وړلو لپاره لارې چارې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ د ځان له پاره شپنی او ورځنی پروګرام جوړ کړئ .

۲ ـــ په ډېر تود ځای کې مطالعه مه کوئ .

۳ ـــ هڅه وکړئ، چې د مطالعې پرمهال ښه او سم کېنئ

۴ ـــ په یوه وخت کې د بېلا بېلو مضمونونو له مطالعې څخه ډډه وکړئ .

۵ ـــ د مطالعې پرمهال، په پرله پسې توګه خپل بدني وضعیت ته بدلون ورکړئ، ترڅو تمرکز مو زیات شي .

۶ ـــ د شپې له مخې لږ تر لږه شپږ ساعته خوب وکړئ .

۷ ـــ اوبه وڅکئ .

۸ ـــ کله وخت په لوړ غږ درس ووایئ .

۹ ـــ د خوړنیزو توکو په خوړلو کې، له بریده تېری مه کوئ .

۱۰ ـــ د خوړنیزو توکو له خوړلو وروسته، پرته له ځنډه مطالعه مه کوئ .

۱۱ ـــ د مېوې خوړل، ستاسو د ویښ ساتلو له پاره ډېر ښه دي .

۱۲ ـــ د مطالعې پرمهال د وخت په لنډو واټنونو کې بدني فعالیت ولرئ .

۱۳ ـــ کله مو چې داسې احساس وکړ، چې خوب درځي، نو جالب او په زړه پورې موضوعات ولولئ .

۱۴ ـــ د آزموینې پرمهال له قندي او مغذي موادو څخه ګټه واخلئ .

۱۵ ـــ که چېرې شونې وي، په تړمو اوبو ولامبئ .

۱۶ ـــ تر کومه بریده چې کولای شئ، ژوره او آرامه ساه وباسئ .

۱۷ ـــ د یوې مودې له پاره، له هغې فضا څخه بهر شئ .

۱۸ ـــ قدم ووهئ .

۱۹ ـــ له ویده کېدلو څخه مخکې ټلویزیون مه ننداره کوئ .

۲۰ ـــ له ډېرې رڼا څخه ګټه واخلئ .

۲۱ ـــ له را ویښېدلو وروسته، پرته له ځنډه مطالعه وکړئ .