د مــســلکي عــکاس د پــام وړ ټکي

لیکوال : ولي محمد خان

عکس خو هر څوک اخیستلې شي خو مسلکي عــکاس بیا ځینې ځانګړتیاوې لري. مــسلکي عکاس هغه څوک دی چې د عکاسۍ په برخه کې یې زدکړې کړې وي او له کمرې سره په مکمل ډول بلد وي.

مــسلکي عکاس باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:

۱ – له کمرې سره په بشړ ډول بلد واوسي.

۲ – خورا زیات تعلقات ولري.

۳ – لــه خلکو سره ښه رویه ولري.

۴ – د ښـو اخلاقو خاوند وي.

۵ – بې تفاوته واوسي.

۶ – بـــابد د عکس اخیستلو په وخت کې له مخاطب نه اجازه واخلي.

۷ – مخکې له دې چې سوژه پسې لاړ شي باید اول خپله کمره خه ووګوري

. ۸ – باید د کمرې بېټرۍ يې هر وخت له چارج څخه ډکې وي.

۹ – د عکس اخیستلو په وخت کې چاته مشوره ور نه کړي.

۱۰ – خپله کمره له ځان نه لږ وخت لپاره هم لرې ونه ساتي.

۱۱ – کمره بل چاته په هیڅ صورت کې هم ور نه کړي.

۱۲- اخیستل شوي عکسونه له ځان سره په ارشيف کې وساتي.