د ملاله یو هر اړخیز ناول

لیکوال: نېک محمد ذکي

که یو سړی داسې ووایي چې په  پلاني کتاب، غزل، ناول، شاعر… یوه دنیا خبرې لیکل کېدای شي فکر کوم دا خبره به یې د خپلو خبرو او وینا د ښکلا لپاره کړې وي خو که زه دلته څه کم دا خبره وکړم یانې دا ووایم چې په ملاله ناول څو ناوله نور هم لیکل کېږي زیاتی به نه وي که موږ وګورو ملاله ناول له بېلابېلو اړخونو ارزول کېدای شي دا چې لیکوال یې د ادبیاتو د پراخې مطالعې تر څنګ ډاکټر او اروا پوه هم دی نو دا ورته ډېره اسانه ده چې یو اثر ډېر په زړه پورې کړي پخوا ډېر خلک په دې نظر وو چې ادب خلکو ته له ذهني خوښۍ پرته نور هیڅ نه شي وربښلای دوی د ادب له دیني،  ټولنیزو او اصلاحي ارزښتونو څخه سترګې پټولې خو وروسته په دې پوه شول چې ادب د ژوند ټولو برخو ته شاملېږي.

نن سبا زموږ ټولنه له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده یواځې جنګ نه دی چې موږ ځپي بلکې د ځینو نورو بدو رواجونو له امله هم رېبل کېږو نو په دې وخت کې ادب ته زموږ اړتیا  له بل هر وخت نه ډېره ده دا چې خبرې مې اوږدې نشي ملالې ته راځم چې د ټولنیزې اصلاح ځانګړنه پکې له ورایه برېښي ټولنیز نقد پکې په خورا ځیرکتیا سره شوی لیکوال په ناوړه کړنو او دودونو کلکه نیوکه کوي لیکوال په داسې انداز دا کار تر سره کوي په کوم انداز چې باید تر سره شي مثلاً د ناول په یوه برخه کې لولو “وه وړکیه! نوررحمان زوی خو مې ښه درمعلوم ده.ښه انسان ده، د کور مخې ته یې څپره جوړه کړې ده او دا پاپړ ماپړ، ژاولې او د ماشومانو د لوبو شیا ن پکې خرڅوي.ولا که ټکی ګوزاره پرې کیږي.مال که دلته کابل ته مې رالېږلی وای تاسره به یې شاګردي کړې وه، په دوا به دې پوه کړی و.آلته به یې ښکلې دوا خانه ځانته خلاصه وه.”

دلته که موږ ځیر شو د ډېرو خلکو د زړه خبرې او په ناسمو کړنو یوه لویه نیوکه پکې ده په کلیو کې اکثراً ډاکتران بې له دې چې د طبي علومو زده کړه وکړي یوه دوه میاشتي چیرته په یوه روغتون کې شاګردي کوي او ځانته دواخانه خلاسوي.

مخکې له دې چې د ملالې سوزنده کیسې ته راشم یو څو نورې همداسې بېلګې ترې راوړم لکه: “زما او درمل خبرې او شعرونه کمو خلکو واورېدل او چکچکې یې وکړې، ځکه چې هر شاعر به شعر ووایه، نو په کرار به د غونډې له سالونه ووت.دغونډې په پای کې اته لس کسان راپاتې وو.”

که موږ وګورو دا نیوکه یواځې په بهیروالو نه ده بلکې موږ ډېرې غونډې لیدلې چې ډېر ویناوال پکې یواځې تر خپلو خبرو کېني شاید تر دې مخکې هم ډېرو خلکو دا ګیله کړې وي خو یواځې په خوله هغه هم خپلو نزدې ملګرو ته خو په یوه اثر کې داسې ګیله کول حتماً په لوستونکو اغېږ ښندي.

په بل ځای کې د یو چا ملامتیا داسې ورپه ګوته کوي:

“ګوره ځوانه! تا چې له هغې سره واده ته زړه نه ښه کاوه چې د تره له زوی سره دې اړیکې ښې نه وې او هغه هم زړه نازړه وایې.چې کېدای شي بدې اړیکې به یې ورسره درلودې او هغه دې د ځان لپاره مناسبه نه ګڼله. ولې دې ځان ته نه کتل چې بد کارۍ دې کولې؟

د هلک ژبه بنده بنده کېدله:

ـــــ ولا نو انسان دی، غلطي ترې کېږي.

ــــــ ولې هغه انسان نه دی؟

ـــــ هغه خو نجلۍ ده.

ګوره جرم هلک او نجلۍ نه غواړي… “

داسې نورې ډېرې بېلګې پکې تر سترګو کېږي چې ټولو ته اشاره به مهیم ټکي رانه پاتې کړي

راځم د ناول اصلي برخې ته چې یوه سوزنده کیسه پکې پرته ده لیکوال پکې د راوي رول په پوره مهارت سره ادا کړی اول یې د چا ژوند په ښه توګه تحلیل کړی وروسته یې د هغه له خولې وتلې کیسه بللې او په ښکلي انداز یې بیان کړې په دې کیسه کې ډېر څه پراته دي لکه مینه،درناوی، غم، زیارایستنه، پښتونولي، درنښت، بېوزلي، مبارزه، معصومیت او زړه سوی چې هر یوه یې په خپل ځای کیسه خوندوره کړې په پټي کې د یوې ماشومې نړۍ ته راتګ،د ژوند لومړنۍ درۍ شپې بې د مور له شیدو تېرول، تر زېږد مخکې یې د پلار وفاتېدل، د ژوند په لومړۍ شپه د سپو له غاښونو څخه ژغورل کېدل،د ورور مړینه،د داسې سړي دمینې کیسه چې کورنۍ ورته اړتیا لري، او پولادي مبارزه هغه څه دي چې د ناول کیسه پرې پوښل شوې ده کیسه خوندوره بیان شوې یوه صادقه او بې وزله مور پکې خپل اولاد ته هغه حقیقت د زړه په زور بیانوي کوم چې نه باید بیان شوی وای هغه داسې وایي:

“کله چې ته وزېږېدې زړه مې یو څه مات غوندې شو. ځکه چې پلار دې مړ و مانه غوښتل چې له بل چا سره نکاح وکړم.ماوېل خدای به یو بل شازاده زوی هم راکړي.بس په دې دوو زامنو به سر سپین کړم، خو د خدای کارونه وو په زړه نه جوړېده.ته دې خپه نه وې، پر تا ناشکره نه وم، خو دا د پښتنو وطن دی چې مېړونه و نه لرې سړی پکې لو څېږي.”

له دې نه مالومېږي چې لیکوال یوه داسې خبره بیانوي چې په ټولنه کې ډېره محسوسېږي لیکوال په دې مهارت سره لوستونکي ته داسې روحیه ورکوي چې همدا حالت همدا شېبه ګوري د ناول د پورته ذکر شوې برخې وضاحت به اړین نه وي ځکه موږ هر یوه داسې حالت لیدلی دی یانې له ټولنیز واقعیت سره دومره نږدې دی چې لوستونکی ددې پرځای چې فکر وکړي مستقیماً خوند ترې اخلي.

د ناول په بله برخه کې له ستونزو سره مبارزه  داسې انځور شوې:

“تر اووم ټولګي مې هماغه د مهاجرو په پنډغالي کې په داسې حال کې درس ولووست چې د هغه وخت چاپېریال، کورنیو محدودیتونو، محرومیتونو او ستونزو نه لوبو ته پرېښودم او نه مې یوه خوله خندا او سات تېری وکړو.هره ورځ به د اوبو د نهر په غاړه ښوونځي ته تلم، له اوبو مې سخته کرکه کېده، خو بیا به مې هم ورته کتل. صدیق الله به مې پکې لیده چې اوبو په سر اخیستی وي، لاس پښې وهي او… “

همداسې مخکې ذکر شوي ټول ټکي په کې ښکلي او خوندور انځور شوي دي یوه خبره دې پاتې نه وي چې زه دا لیکنه د ادبیاتو د مسلکي په توګه نه کوم بلکې ډاکټر صاحب دې یې د یوه عام لوستونکي د زړه خبرې وبولي او زه ډاډه یم چې هر لوستونکي به ترې ډېر څه اخیستي وي لیکنه د یاد ناول په څو ښکلو جملو پای ته رسوم او ډاکټر صاحب ته د نورو بریاوو  هیله مند یم.

“سمه ده ملالې! تر هغه چې ته راځې زه به د انتظار په دوزخ کې یوه پښه ولاړ یم”

“هو عادي ژړا هم ځنې وخت سخت زړه سپکوي ”

“د ناروغانو بې وسي به ځورولم په غټه نسخه مې قلم نه خوځېده ”

“اوسپنه مې بدن کې څه کوي؟ څه موټر خو نه یم