پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د موټر سایکل چلونکو لپاره نوې زیری!

له ډیرې پخوا راهیسې هوايي سفرونو کې ژوند ژغورونکي جاکټونه استعمالیږي؛ خو اوس د موټر سایکل چلوونکو ته هم داسې نوي جاکټونه جوړ شوي چې د ډيرو سختو ټپونو مخنیوی به کوي.

دغه نوی جاکټ کې موجود اییر بگ (Airbag) سیسټم چې د موټر سایکل چلوونکي غاړه او ملا کلک نیسي او د هر ډول حادثې په مقابل کې انسان د غاړې او ملا له شدید زخم څخه ژغوري. دغه جاکټ «اسپیډې جېک ډي پي ایس» نومول شوی.

د دغې جاکټ اییر بگ چپه یخن کې ځای پر ځای شوی چې د کاربن ډای اکسایډ له یوه کوچني سلنډر سره وصل شوی.

کله چې په موټر سیکل سپور کس له کومې حادثې سره مخ شي نو دغه اییر بگ په دوو ثانیو کې له هوا څخه ډکیږي او د ملا، غاړه او اوږو ځینې برخې نیسي چې په واسطه يي د بدن د یادو برخو له زخمي کیدو څخه مخنیوی کوي.

دغه نوې ټکنالوژي ډیر په کامیاب ډول سره نه یوازې د ملا او سر د زخمونو مخه نیسي بلکې موټر سیکل سپور کس له داسې زخمونو هم ژغوري چې د معلولۍ یا د مرگ لامل کیدی شي.

په شروع کې دغه جاکټ یوازې د مسابقې تیز ځغلیدونکي موټر سیکل سپرو استعمالاوه؛ خو اوس له یو لړ تخنیکې بدلونونو وروسته هر څوک کولی شي استفاده ترې وکړي.

دغه اییر بگ بیه تر اوسمهاله ۵۹۹ امریکايي ډالر دی.