د موږک او زمري کیسه

موږک زمري ته په ډیر باور سره وویل: زمریه! که اجازه وي او د سر امن وي یوه خبره درته کوم، زمري وویل: موږک جانه بیخي اجازه ده، او موږک زیاته کړه: زمری کاکا زه کولی شم په یوه میاشت کې تا ووژنم… زمری دپوزخند له خندا شین شو او ویې ویل: موږکه ته مي وژنې؟!! موږک وویل: بلکل زه دي وژنم خو که یوه میاشت وخت راکړې، زمري ورته وویل: یوه میاشت وخت به درکړم خو ګوره که دې ونه وژلم میاشت وروسته به تا وژنم.

ورځې روانې وې، په لومړۍ اونۍ کې به زمري د موږک په خبره خندل خو کله کله به یې خوب ولید چې موږک یې وژني، خبره یې بابیزه نیولې وه او چروت یې نه خراباوه. په دویمه اونۍ د زمري ویره یوڅه زیاتیدله، په دریمه اونۍ کې د زمري ویره ښه زیاته شوه او له ځانه سره به یې ویل: کیدی شي دموږک خبره سمه وي او وکړی شي ومي وژني، په څلرمه اونۍ زمری فعلا تر رعب لاندي راغلی و، څلرمه اونۍ په زمري تیره شوه په وروستۍ ورځ موږک سره له نورو حیواناتو زمري ته ورغلل څومره د حیرانتیا خبره وه چې ویې لیدل زمری ژیړې تلې پروت او مړ شوی دی!!

موږک پوهیدی چې د ستونزو انتظار د نفس له پاره تر ټولو سخت شی ده، زمری او موږک څوک دي؟ زمری ستا شخصیت ده چې باید په ایمان سره قوي او غښتلی وي او موږک راتلونکې ویره او ډار ده، ډیر ځله موږ د یوې پیښې د رامنځته کیدلو انتظار کوو خو رامنځته نشي او توقع لرو چې یوه ستونزه راتلونکې ده خو رانشي، راتلونکو پیښو او ستونزو ته انتظار او له هغو نه ویره انسان له کاره غورځوي او ټول ژوند یې په ویره ویره کې روان وي، موږ باید پر دې ایمان ولرو چې د هرې پیښې رامنځته کیدل په خپل وخت لازمي دي( لکل نبا مستقر وسوف تعلمون) او که موږ ته یې ضرر لیکل شوی و له هغه نه خلاصون ناشونی ده ( قل لن یصیبنا الا ماکتب الله لنا) . او که نه و هیڅ به نه وي نو ویره او ډار ولي؟ .

حامد افغان