د مچ په سر وژونکى ګوزار(طنز(

مامور شمشتو ته چې ټوله شپه غوماشي او مچان په غوږونو کې بنګېدلي وو او د غوماشو بنګس يې تر سهاره سترګې پټېدلو ته نه وې پرېښې، نو همدا چې د څانګې په وره راننوت د څانګې له همکارانو سره يې په تريو وچولي روغبړ وکړ او په بيړه د خپل مېز تر شا چې په يوه ګوښه کې و کېناست. د کېناستو سره سم يې د کورتۍ له جيب نه د عينکود څرمنى کڅوړه راواخيسته، عينکې يې په سترګو کړې په بيړه يې د مېز په سر دوسيه راجګه کړه او د دوسيې د پاڼو په اړولو يې پيل وکړ.

داسې برېښېدله لکه چې د کوم ورک ليک او يا بل څه په لټه کې و. موږ ټولو د مامور شمشتو همکارانو دغه شېبه مامور شمشتو د سترګو لاندې څاره او د مامور شمشتو د پټې خولې کارکولو ته هک پک پاتې وو. مامور شمشتو لا د دوسيې پاڼې ترپايه نه وې لټولې چې ناڅاپه له ځايه جګ شو، اخوا دېخوا يې سترګې تاوې راتاوې کړې، خو لکه چې څه شى يې ونه موند نو ژر يې سرته لاس کړ او خپله برګه قره قولي يې راجګه کړه په ګوتو کې يې ټينګه ونيوه، د مېز يوې څنډې ته يې سترګې برندې کړې او داسې لکه چې د کوم کپچه مار وژلو ته يې ځان چمتو کاوه، قره قولي يې پورته کړه او د مېز په څنډه يې کلک ګوزار وکړ. مالومه شوه چې مامور شمشتو په مچ ګوزار کړى و او مچ په سپين سترګۍ د قره قولي له کوم سوري نه والوت ، د مېز په بله څنډه مامور شمشتو ته مخامخ کېناست او د بروتانو په تاوولو او ښورولو يې مامور شمشتو ته ګواښونه پيل کړل.

د مچ دې سپين سترګۍ ته مامور شمشتو له غوسې نه تو راو شين واوښت او د مېز بلې څنډې ته په بې صبرۍ ورتاو شو دا ځل يې د لوى مدير مېز ته لاس ور اوږد کړ او د لرګي دوه متره خط کش يې راجګ کړ، د خونې تر چت يې په دواړو لاسو لوړ که او بيا يې د مچ په سر وژونکى ګوزار وکړ.

داسې ګوزار چې د مچ څېره چا په سترګو ونه لېده خو يوازې د خط کش ټوټې هره خوا والوتې او د ګوزار سره يوځاى د مامور شمشتو عينکې پر ځمکه دړې وړې پرېوتې. بله ورځ مامور شمشتو په اداري مجلس کې د خطکش د تاوان ورکولو ترڅنګ په موسسه کې د غوماشو او مچانو سره د مبارزې د کميسيون د رامنځته کېدو په وړانديز ټينګ ولاړ و. په پاى کې يې د غوماشو او مچانو په وسيله د ساري ناروغيو د ليږدولو او نورو ضررونو په مستدلل بيانولو سره د مجلس ګډونکوونکى په موسسه کې له غوماشو او مچانو سره د مجادلې د کميسيون په جوړولو راضي کړل او د رايو په يووالي ښاغلى شمشتو د هغې موسسې د غوماشو او مچانو سره د مجادلې د کميسيون د مشر په توګه وټاکل شو. وروسته نوموړى کميسيون د يوې مصوبې په ترڅ کې د ملاريا او لشمانيا سره د مجادلې د کارکوونکو کمزورى کار وغانده او په دې برخه کې يې خپل رسمي احتجاجيه ليک د هغه رياست په نوم واستاوه. اوس اوس چې مامور شمشتو زموږ د موسسې د غوماشو او مچانو سره د مجادلې د کميسيون د مشر په توګه کار کوي، د يادونې وړ لاس ته راوړنې لري او د هغه د دوه مياشتني رپوټ څخه څرګندېږي چې تراوسه يې له دوو سوو زيات مچان او له يوسلو پنځوسو زيات ډول ډول د ملاريا او کال دانو د ساري ناروغيو لېږدوونکي غوماشي وژلي دي. په دې برخه کې د مامور شمشتو فداکاري چې، خپله قره قولي يې په غوماشو او مچانو د ګوزارونو له امله سورۍ سورۍ کړې او له کاره لويدلې ده، بېسارې ده.

مامور شمشتو هيله من دى چې د سږني کال د غوماشو او مچانو سره د مجادلې په سيالۍ کې به دده ګوزاريزه ډله خامخا لومړى مقام ترلاسه کړى او د ملاريا او لشمانيا سره د مجادلې رياست به له شرموونکې ماتې سره مخ کړي!!!

١٣٦٨ل

پوهنمل رحمت ځواکمن