ایمان احمد چې د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه بلل کیږي، د سلمان خان مینواله ده او هغه سره يې د ملاقات غوښتنه کړې ده.
نوموړې د مصر ده او ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن لري.
نوموړې ۳۷ کلنه ده او د فبروري په ۱۱ مه ممبي کې یو روغتون ته راوړل شو، چې يې د وزن کمولو عملیات ترسره کړي.
هغې اوس د روغتون له مسؤلینو نه غوښتي، چې د خپل ایډیال اکټر سلمان خان سره لیدنه برابره کړي.
د سلمان خان ورور ارباز خان رسنیو ته ویلي، چې که څه هم سلمان خان ډیر مینوال لري او د هریو سره ورته ملاقات کول امکان نه لري؛ خو ددې میرمنې سره به ضرور وګوري.
ارباز خان وویل، چې سلمان د خپل کاري مهال ویش له مخکې ځي او ډیر ژر به دې میرمنې ته هم د لیدو وخت بیل کړي؛ خو نوموړي دقیقه نیټه ونه ښوده.
میرمن له تیرو ۲۰ کلنو راهیسې له زیات وزن راهیسې زوریږي. هغه اوس د ممبي په یو روغتون کې چې په نژدې راتلونکي به يې د ژوند د خوندیتوب لپاره جراحي عملیات ترسره شي.