پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ناکامو اشخاصو ۱۳ تبا کوونکې کړنې!

ژباړه : اسدالله خان امرخېل

هر يو په ژوند کې برياليتوب غواړي، خو په ډېره کمه کچه خلک دا برياليتوب تر لاسه کوي.

اکثره وختونه انسان د بدمرغيو ښکار کيږي، خو په داسې وختونو هم کم نه دي چې موږ د ځان بدترين دښمن ثابت شوي يو.

په حقيقت کې بازي داسې چلندونه دي چې د انسان د برياليتوب په لار کې خنډ ګرځي.

دلته د ځینو ناکامو خلکو بد عادتونو ذکر شوی دی چې له دې سره برياليتوب تر لاسه کول ډېر ګران وي.

خپلو تېروتنوته پلمه مه لټوئ.

که چیرې له تاسې نه تېروتنه شوې وي، نو د دې حل لاره او وجه يي باید وڅېړو، که چرې تاسې د خپلو ناکاميو ته پلمې لټول پيل کړئ نو دا عادت به ستاسې د ناکاميو پرله پسې خنډونه وزېږوي. د يوه څېړنې له مخې دا په ډاګه شوې ده چې هغه تېروتنې چې تاسې يي پلمې ورته لټوئ نو د نورو خلکو په نظر کې به ستاسې ايماندارۍ به له نيوکې لاندې راشي او تاسې به د يو خود غرضه انسان په توګه وپېژندل شئ.

خپلې ورغتيا ته پاملرنه وکړئ.

که چیرې ستاسې برياليتوب ستاسې روغتيا ثابته کړي، نو دا هېڅ ارزښت نه لري، بريالي خلک د خپل شخصيت په ښه توګه ساتنه کوي، خو ناکامه خلک ډېره خواري کوي خو روغتيا ته يې پام نه وي، په اخر کې لوی خنډونو سره مخ کيږي.

هغه هېڅ کار سر ته نه رسوي.

بریاليتوب د هوډ او د دوام يو جوړښت دی، که چیرې تاسې د تل په شان خپلې پروژې د دويم ښه شي لپاره پرېږدئ نو په پای کې به تاسې د ناهيلۍ نه پرته بل هېڅ په لاس در نشي.

نيوکې مه زغمئ

هېڅوک هم انتقاد نه خوښوي، خو دا باید په معمارۍ سبک د زده کړې فرصتونه رامنځته کړي، کولای شي چې په ژوند کې د بریالیتوب دروازې پرانيزي.

خپلو ځانګړتياو ته پام کول.

ناکامه خلک د جمعیت برخه جوړيږي، خو بیا هم بريالي خلک په زګونو خلکو کې ښکاره وي.

منفي شیان له مخې لرې کړئ.

منفي برداشت د ناروغۍ په څېر خپريږي، د څېړنو له مخې که چرې ستاسو شاوخوا منفي فکره خلک وي، ښکاره ده چې ستاسې چال چلند به د هغو په شان منعکس کړي.

د نورو په مرسته تکیه کول

په دې باندې پوهېدل اړين دي، چې هيڅوک تا له لاسه نشي نيولی، چې تا د ژند له ستونز نه دې وباسي،که چیرې تاسو خپل هدف تا ځان رسول غواړئ نو تاسې باید په زړوري سره کار وکړئ تر څو خپل ټاکل شوي هدف ته ورسېږئ.

نورو خلکو ته ماتې ورکول.

په سياليو کې هېڅ بد نشته، ډېری خلک له جمعیت نه راوزي او مخامخ کېدل غواړي، دا باید په يقين سره ووايو که تاسې پام د خپل ځان ښه والي تمرکز وکړئ او کوښښ وکړئ چې د نورو خلکو نسکورولو مخه ونيسئ.

په خبرو کې ناکامه پاتې کېدل

ډېری وخت د خلکو په منځ کې اوسېدل له هغوي سره خبرې کول، نيوکو ته يي غوږ نيول، همدارنګه د هغوي تجربې شریکو د بريالتوب لپاره اړينه ده.

وخت ضایع کول

هغه څوک چې هسې وخت ضايع کوي هغه د وخت دښمن وي، که چیرې تاسې د خيال پلو عادت يي نو تاسې ته له دې خيال پلو نه ځان وساتئ او کوښښ وکړئ چې په ژوند کې په رښتني ډول خوب په رښتيا بدل کړئ خيال پلو يوازې ستاسې ژوند له مشکلاتو سره مخ کولی شي، په وژند کې به بريالي نشئ.

د باور کمښت

سترګې په سترګو کې نه غړول، د روان عصبي لاسونو او پښو په ټينګ چلول د يوه بد بدن ژبې (Body Language علامت دی، چې د باور نشتون په ډاګه کوي، او دا علامات د ناکامه خلکو کې په ښکاره ډول ليدل کيږي.

خپل ځان ته زیان اړول

ځان په ستونزو کې ښکيلول د هغه علامت دي چې خپل شخصیت د تباهي په لور کشکول دي، دا يو روغ چلند نه دی.

خپل ځان کم ګڼل

که تاسو فکر کوئ چې دا کار کولو ناشونی دی، که تاسو فکر کوئ چې دا ناشونې تاسو د کار کولو د دی، په حقیقت کې تاسې خپل ځان کم ګڼئ، له دې امله تاسې خپل مهارتونه په ښه ډول نشئ کارولی.