د ناکامو کسانو یوولس ځانګړتیاوې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

بد عادتونه که کوچني وي او که ستر ځورونکي دي، کله وخت دا عادتونه کولای شي په جدي ډول، ستاسو د کار او ژوند د معطل کېدو سبب شي .

البته هېڅوک بشپړ نه دی او په ډېری مواردو کې له نسبتاً جزیي ستونزو سره تړاو لري . که چېرې تاسو یو له دې عادتونو څخه لرئ او هغه په ځان کې تشخیصوئ، د اندېښنې وړ خبره نه ده، خو د دې عادتونو په سختو او شدیدو مواردو کې، بریا ته د رسېدو په لاره کې ستاسو په وړاندې خنډ ګرځي . دلته د ناکامو کسانو په یوولسو بدو عادتونو باندې رڼا اچوو :

۱ ـــ خپله ژبه تړلې ساتي :

دا کسان تل چپ دي او له خپله بریده نه بهر کېږي . سر ټیټ اچول ښایي د اوسنۍ دندې د ساتلو له پاره یو ښه ساتونکی اقدام وي، خو له پرمختګ څخه د شاته پاتې کېدو سبب هم ګرځي .

که چېرې تاسو فکر کوئ، چې ستاسو په شاوخوا کې داسې کسان شتون لري، چې د بدیل غوښتونکي ځواک د اقداماتو له وېرې فعالیت نه لري، هغه روغ او بشپړ چاپېریال نه دی، خو که چېرې تاسو یوازینی کس یاست، چې دا ستونزه لرئ، نو لامل یې په ځان کې پیدا کړئ .

۲ ـــ تل ځنډ کوي :

ښایي ټول له پېښو سره مخامخ شي، چې د ژمنې د ماتېدو او ځنډ سبب شي، خو په یوه مسلکي چاپېریال کې د دې بهیر تکرار د منلو وړ نه دی . ځنډ تاسو یو بې پامه او د نه باور وړ شخص ښکاره کوي . د سان فرانسیسکو په پوهنتون کې څېړنو ښودلې، چې ځنډ له خاصو شخصیتي ځانګړتیاوو سره تړاو لري، لکه : ژور خپګان، په خپل چلند باندې د شخص نه کنټرول او د شور او غوغا له را منځته کېدو سره لېوالتیا .

۳ ـــ په زړه کې کینه ساتي :

هرومرو اړتیا ده، چې تاسو ښه سړی واوسئ او له خپلو شاوخوا خلکو څخه سل په سلو کې راضي او خوشاله واوسئ .

طبیعي او ښه ده، چې په خپل ژوند کې له خلکو سره مینه ونه لرئ او په هغوی باندې باور ونه کړئ، خو سخته او شدیده کینه ستاسو د ارزښتمن وخت او انرژۍ د بېځایه لګښت سبب ګرځي . حتی نوو څېړنو ښودلې، چې کینه کولای شي، ستاسو په روغتیا باندې منفي اغېزې ولري، نو زده کړئ، چې له ځینې څیزونو څخه تېر شئ .

۴ ـــ په بشپړه توګه موافق دي :

موافق اوسېدل د ښوونځي په دوران کې د پایښت یو تخنیک و، خو کله چې تاسو د یوې ځانګړې خبرې لرونکی بالغ فرد یاستئ، نو پیروي ته اړتیا نه لرئ، د نورو د فکر بڼې ته ارزښت ورکول او څاه ته په پړي باندې ور ښکته کېدل، په دې دلیل، چې له هغوی سره ملتیا کوئ، دې هرڅه ته دا نن د پای ټکی کېږډئ . هغه کار ترسره کړئ، چې د تاسو له پاره ارزښت لري . که چېرې وغواړئ، خپل ټول وخت د نورو د کارونو له پاره ځانګړی کړئ، نو هېڅکله به په پښو ونه درېږئ .

۵ ـــ بېځایه لګښت کوي :

که چېرې د توکو اخیستل او د پیسو لګول، ستاسو له پاره ارزښت نه لري، نو په اوږده موده کې به له ډېرو زیاتو مالي ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ . د پیسو پس انداز کول ستاسو د مالي راتلونکې له پاره ډېر مهم دی . د بېځایه لګښتونو اروایي لاملونه وپېژنئ او دا عادت د تل له پاره پرېږدئ .

۶ ـــ په خپل کار کې لټي کوي :

په کار کې لټي کول، ډېر زیات منفي اړخونه لري، په جدي توګه په کار سستي او لټي کول، کولای شي، ستاسو د وخت او پیسو د له منځه تګ سبب شي او له دې څخه مهمه دا چې د هغو کسانو په وړاندې به ستاسو درنښت له منځه لاړشي، کوم چې په دې کار کې له تاسو سره دخیل دي .

۷ ـــ درواغ وایي :

دا مورد په بشپړه توګه روښانه او درملنه یې ډېره آسانه ده، رښتیني واوسئ ! په ډېرې آسانۍ کولای شئ د یوه درواغ په وسیله را وغورځېږئ او د هغه په وسیله د نورو درواغو ویلو ته اړ کېږئ . دا عادت له منځه یوسئ . د خلکو په اړه ډېرې کیسې شتون لري، چې په درواغو او درغلیو سره یې د پرمختګ په لور ځانته لاره هواره کړې ده او بریالي شوي دي، خو دا په دې مانا نه ده، چې موږ هم په دې ډول تګلارې سره د خپل پرمختګ سبب وګرځو .

۸ ـــ پټکې کوي :

د ځینو خلکو له پاره شکایت او پټکې کول د یوې ورزشي سیالۍ په څېر دي . هرڅوک غواړي په ډېرو پټکو سره بریالی شي . کله وخت ښه ده، چې خپلې نارضایتیانې بیان کړئ، خو دې ته مو پام وي، د هغه شخص په څېر ونه اوسئ، چې ۲۴/۷ د پټکو په حال کې دی او هېڅکله نه غلی کېږي .

۹ ـــ خپل پلونه سوځوي :

کله وخت په ژوند کې اړینه ده، چې ځینې پلونه وسوځوئ، په هغه صورت کې، هغه فرد چې د پله بلې غاړې ته شتون لري، یو زهر لرونکی او خطرناک کس دی . دا یوه استثنی ده او یو تل پاتې قانون نه دی . کله چې د خپل ژوند او کار له بېلابېلو پړاوونو څخه تېرېږئ، له کومو کسانو سره چې په اړیکه کې وئ، د بېوزلو په څېر ورسره چلند مه کوئ . که چېرې له هغوی سره د بېوزلو په څېر چلند وکړئ او په راتلونکې کې له هغوی سره هم لاري شئ، نو دا موضوع به په جدي توګه تاسو له ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي .

۱۰ ـــ په خپل ځان باندې پام نه شي کولای :

   تاسو کولای شئ د نړۍ ټولې بریاوې ولرئ، خو که چېرې ونه توانېږئ، چې روغتیا وساتئ، نو دا بریا به مو اوږد مهالې نه وي . اجازه مه ورکوئ، چې ژور خپګان او د ژوند فشار، له ورزش، سالم خواړه او له دې ټولو څخه مهمه له خپل ځان څخه مو د غفلت سبب وګرځي . ژر یا ځنډ سره به دا ټاکنې ستاسو ګرېوان ونیسي او کېدای شي ستاسو ژوند له لیکې څخه بهر کړي .

۱۱ ـــ د بدن ښه ژبه نه لري :

د بدن ژبه (Body Language) ستاسو په درک کولو کې د خلکو د ستر توپیر ښکارندویي کوي . تر ډېره هغه څه چې په شفاهي ډول ښودل کېږي، له خبرې کولو څخه مهم دي . دلیل یې همدا دی، چې د بدن نا مناسبه ژبه، لکه د کمزورو سترګو اړیکه او یا سم نه درېدل تاسو ته زیان اړوي . د بدن په نامناسبې ژبې سره کولای شئ، خپل مناسب فرصتونه، مخکې تر دې چې خپله خوله پرانیزئ، خراب کړئ .