د ننګرهارپولیسو دیو اندازه چاودیدونکو توکو سربیره یو تن دمخالفینو له منګلوازادکړ

دسره رود ولسوالی فتیح اباد په ساحه کی یو تن شیربازدوسله والو طالبانو له لوری تیره شپه نیول شوی و چی غوښتل یی نامعلوم ځای ته یی ولیږدوی نوموړی دیاد محل دپولیسو دهلو ځلو په ترڅ کی ازاد او خپلی کورنی ته وسپارل شو .

اخوا  دبټی کوټ ولسوالی دامنیه قوماندانی پولیسوڅلورم فارم په ساحه کی یو بنډل لین ،یوعدد ریموټ کنترول ، یو اندازه دثانیه سوز فلیته ، دوه فشاری ماینونه ، یو عدد دراکټ انداز پټاقی اویو اندازه دکلاشنکوف مرمی چی دهیواد او خلکو دښمنانو تری دماینونو په چاودنواو نورو تخریبی کړنو کی ګټه پورته کوله موخی ته درسیدو وړاندی کشف او لاس راوړی.