د ننګرهار امنیتي مسولین وايي په تېرو دریو مېاشتو کې يي نږدې ۳۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال ګل اقا روخانی د یوي خبري ناستې پرمهال وویل چې په تېرو دریو میاشتو کې يي په ننګرهار کې د ۸۱ ګډو او ځانګړو عملیاتو په لړ کې ۲۵۱ وسله وال وژلي ۹۸ وسله وال يي ژوبل کړي او ۱۸۴ تنه وسله او مشکوکسان يي نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه د دی سربیره يي په یاده موده کې يو اندازه وسلي ،نظامې تجهیزاتو او وسایط هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

مل پاسوال روحانی په خبره چې د دغه ولایت د امنیت د لا ټینګښت په موخه ورته مرکزي دولت نوی پنځه حوزي منظور کړي دي.

د دي سربیره د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي د غاصبینو پروړاندي  يي هم په دغه ولایت کې جدي اقدامات پیل کړي دي او په دي ترڅ کې يي يو شمیر غاصیبین هم نیولي دي .