د ننګرهار په اچین کې نوې امنیتي پوستې او بیزونه جوړېږي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په پام کې لري چې په اچین ولسوالۍ کې نوې امنیتي پوستې او بیزونه جوړ کړي.

دغه ولسوالي چې ویل کېږي په افغانستان کې د داعش ډلې لوی مرکزونه پکې دي، د ننګرهار له ناامنه سیمو څخه ده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت په مقصد په اسدخېلو، تنګي، تریلي او ځینو نورو سیمو کې ۷ امنیتي بیزونه او پوستې جوړېږي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې اړه پرېکړه د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره د اچین ولسوالۍ د سپین ږیرو او مشرانو په کتنه کې وشوه.

ښاغلي منګل همداراز ژمنه کړې چې په نېږدې راتلونکې کې په اچین ولسوالۍ کې، د ولسي تړون پروګرام هم پیلېږي.

چارواکي وايي چې د دې پروژو په عملي کېدو سره به د سیمې د خلکو په خوښه ګڼې بېلابېلې پروژې پلې او خلکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.