د نړۍ تر ټولو غوره خسرپيژنئ؟

په چین کې یوه خسر هغه وخت خلک ډير حیران کړل چې خپل زوم ته يې له واده وړاندې د بې حده ډيرو پيسو ډالۍ ورکړې.

وايي چې دغه چینايي شتمن خپل زوم ته له واده وړاندې د ۱۰۰ میلیونه پاونډو په اندازه ډالۍ اخیستې دي. په دغو ډالیو کې سره زر جواهرات او د یوه تولیدونکي شرکت بشپړ سامان، شامل دي.

(وؤ دوانبیوا) چې د چین په فوجان ولایت کې د کاشي او سرامیک شرکت لري، د ډسمبر له ۲۸ مې به تر ۸ ورځو پورې د خپلې لور د واده په مراسمو کې د زرهاو میلمنو کوربه شي او د هغوي میلمستیا به وکړي.

په نوره نړۍ کې هر کار له نوښت او تعجب څخه ډک وي خو زموږ په هيواد کې بيا داسې نه ده د خسر کورنۍ تل کوښښ کوي څو له زوم څخه تر ټولو ډيرې پيسې واخلي.

ژباړه: یوسف ظریفي