چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د نړۍ لومړنۍ درې کامرې لرونکی ځېرک موبایل

هواوې چېنایي کمپنۍ یو شمېر بریالیو ځیرکو موبایلونو تر وړاندې کولو وروسته غواړي د نړۍ لومړنۍ درې کامرې لرونکې ځیرک موبایل وړاندې کړي او دغه ځیرک موبایل د وړاندې کولو نېټه يي هم په ډاگه کړې ده.

هواوې کمپنۍ اعلان وکړ چې د پي لړۍ ځیرک موبایلونو وروستی ځیرک موبایل چې هواوې پي۲۰ (Huawei P20) نومول شوی د مارچ په ۲۷مه به يې په رسمي ډول معرفي کړي.

له دې وړاندې هواوې کمپنۍ غوښتل چې دغه ځیرک موبایل د فبروري په ۲۸مه معرفي کړي خو له دې امله چې سامسنگ به دغه نېټه کې سامسنگ گلکسي اېس۹ معرفي کړي خپله پرېکړه بدله کړه.

هواوې کمپنۍ دغې غونډې ته د رسنیو او ټکنالوژي برخې کارپوهانو دعوت کولو لپاره بنلیکونه جوړ او استولي، که چېرې دغو بنلیکونو ته په ځیر سره وکتل شي نو څرگندېږي چې دغه ځیرک موبایل به شاتنۍ برخه کې درې کامرې لرونکې لومړنۍ ځیرک موبایل وي.

اوږدې مودې څخه یو شمېر افشا شوي معلومات د دغه ځیرک موبایل یو شمېر ځانگړنې په ډاگه کړي خو په بنلیکونو کوې د «000» نښه او «See mooore with AI» جمله د دغه ځیرک موبایل درې کامرې ځانگړنه تاییدوي.

د یو شمېر راپورونو پر بنسټ دغې غونډې کې به د دغه ځیرک موبایل درې مختلفې بڼې هواوې پي۲۰، هواوې پي۲۰ پلس او هواوې پي۲۰ لایټ په رسمي توگه معرفي شي.

خو تر دې دمه څرگنده نه ده چې د دغه ځیرک موبایل ټولو بڼو کې به درې کامرې ورکول شوې وي که نه.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې د دغه ځیرک موبایله درېیمه کامره کومې موخې لپاره کارول کېږي. اوسمهال دوه کامرې لرونکو ځیرکو موبایلونو کې یوه کامره تور او سپین او دوهمه کامره نورو رنگونو لپاره وي یا ویلی شو چې یو يي اسټنډرډ او دوهمه يي ټېلي فوټو لېنز لرونکې وي.

ځینو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ دغه نوی ځیرک موبایل کې به د دریو اصلي کامرو په مرسته 5X زوم او ۴۰ مېگاپکسله وړتیا لرونکې تصویرونو اخیستل ممکن وي.

دغه ځیرک موبایل به ایفون اېکس ته ورته ډیزاین ولري او کېدای شي بیه يي هم د هواوې نورو ځیرکو موبایلونو په پرتله ډېره لوړه وي. نړۍ نیوز