د هند په IPL سیالو کې محمدنبي او راشد ارمان واخیستل شو

د هندوستان د اې پي ایل IPL سیالو لپاره د پیر او انتخاب ژوندۍ بولي هم دا اوس روانه ده.

د هندوستان د کرکټ دې سیالیو ته ۴ افغان لوبغاړي: محمد نبي، راشد ارمان، محمد شهزاد محمدي او اصغر ستانکزی هم بولۍ ته وړاندې شوي وه.

د یادو لوبغاړو له ډلې څخه یواځې محمدنبي او راشد خان ارمان اخیستل شوي. دوې دواړه د سن رایز حیدراباد کرکټ ټیم اخیستې دي.

د خبرونو له مخې محمدنبي په ۳۰ لکه هندي روپۍ او راشد ارمان په ۴ کروړه هندي روپۍ لوبې ته اخیستل شوي دي.

شهزاد محمدي او اصغر ستانکزی لا تراوسه دې سیالیو ته وانه خیستل شوه.

بین سټوک په اې پي ایل IPL سیالیو کې په تر ټولو لوړ قیمت ۱۴.۵ کروړه هندي پیسو اخیستل شوی. بین سټوک د پونۍ ټیم واخیسته.

په دوهم نمبر کې بیا تیمي مایلس چې بالر دی راغی. هغه بالر دی او په ۱۲ کروړه د RCB لوبډلې واخیست.

راشد خان په اوم نمبر کې راغلی لوړ قیمت لرونکی لوبغاړی دی، چې په ۴۰۰ لکه روپۍ اخیستل شوی.

محمدنبي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایږي. هغه زیاتوي، چې له ځان نه زیات خپل ځوان لوبغاړي راشد خان ارمان ته خوشاله دی.

د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني ۴ لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې کړي وو.

د ای پي اېل په سږنۍ ليلامۍ کې که څه هم د لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې هڅه کوي خپلو منځو کې په ګډه ۷۶ لوبغاړي وپېري.

په اي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي.

په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی. د اي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري.

دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.