د هند ۳۵ زره کانتینره غنم د چابهار له لارې افغانستان ته راځي

په ایران کې د چابهار بندر چارواکو ایراني رسنیو ته ویلي، چې هند ترې د ۳۵ زره کانتنره غنمو د لېږد جواز اخیستی دی. د بلوچستان-سیستان د ستندرد ادارې مرستیالې سکینې اشرفي رسنیو ته ویلي، چې هند دچابهار له لارې افغانستان ته د ۳۵ زره کانتنره غنمو د ترانزیت امر اخیستی دی او په راتلونکو دوو اونیو کې به ددغو غنمو د ترانزیت عملي چارې پيل شي. نوموړې ویلي چې ددغو غنمو د لېږد لپاره به هره ورځ سل بار وړونکي موټران له چابهار بندر د افغانستان په لور حرکت کوي. سکینې همدا راز ویلي، چې دغه بندر د لا ډېرې پراختیا په حال کې دی، نوې فابریکې جوړېږي، کمپنۍ خپلې سیمې په نښه کوي، لسګونه کسان هلته په کار ګومارل شوي او په وینا یې ښايي د موټر جوړونې کمپنۍ هم هلته فعال شي. د سکینې په خبره، ایران، افغانستان او هند ددغه ګډ بندر لا پراختیا ته ژمن دي او هغه ته د درې واړو هېوادونو د اقتصادي ودې د محور په توګه ګوري.