د ورځې درې خرما مهمې روغتیايي ستونزې اوارولی شي

 

خرما ډېره گټوره مېوه ده چې په عام ډول وچه او تازه خوړل کېږي. خرما د اوسپنې، فایبر او پوتاشیم تر ټولو غوره سرچينه گڼل کېږي او په زیاته اندازه روغتیا لپاره گټور مواد لري.

خپل ورځنيو خوړو کې خرما ته ځای ورکولو سره د مختلفو ناروغیو مخه نیولی شئ او خپل روغتیا بهتره کولی شئ. د خرما پېرېدلو پر مهال هغه خرما چې پوټکی يي مات شوی وي او بوی يي عام او تازه خرما سره توپیر ولري مه اخلئ ځکه چې دغه ډول خرما د مېکروبونو ځاله گرځېدلی وي.

د خرما یو شمېر مهمې روغتیايي گټې

هاظمه بهتره کوي

خرما د محلول فایبر تر ټولو غوره سرچينه گڼل کېږي. محلول فایبر له بدنه اضافي اوبو او موادو خارجولو کې مرسته کوي چې له همدې امله د قبض ناروغۍ پر مهال د خرما خوړولو وړاندیز کېږي. خرما د اسهال ناروغۍ لپاره هم گټور دی ځکه چې دغه میوه هاضمې سیستم توازن ساتلو سره له اسهال څخه هم مخنیوی کوي. خرما هاضمې نل کې گټور باکتریا پیاوړی کولو سره د هاضمې هر ډول ستونزې مخه نیسي.

د اوسپنې توازن ساتي

خرما خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوسپنه لري او په بدن کې د اوسپنې توازن ساتلو لپاره په ځانگړي ډول د کمخونۍ په ناروغانو کې تر ټولو غوره میوه گڼل کېږي. خرما د کمخونۍ ناروغانو ته ځواک او انرژي ورکوي.

زړه روغ ساتي

روغتیايي څیړنې  ښيي چې خرما د زړه لپاره گټوره میوه ده، په ځانگړی ډول هغه مهال چې د شپې لخوا اوبو کې کېښودل شي او سهار په نهاره وخوړل شي.

د څیړنو پر بنسټ د پوتاشیم زیاته اندازه چې خرما يي غوره منبع ده د زړه روغتیا لپاره گټور دی. پوتاشیم د زړه حملې او د زړه نورو ناروغیو خطر کموي.

دغه خوندوره میوه بدن کې د LDL یا مضر کولېسټرول اندازه هم کموي کوم چې د زړه د ناروغیو او حملې تر ټولو ستر لامل گڼل کېږي.

چټکه انرژي ورکوي.

خرما طبیعي قندي مواد او خواږه لري. دغه قندي موادو کې سکروز، فرکتوز او گلوکوز شامل دي چې ډېره چټکۍ سره استعمالونکي ته انرژي ورکوي. خرما کې شته فایبر انسان ځواکمن ساتي.

هډوکي پیاوړي کوي

د پیاوړو او روغو هډکو لپاره منگنیز، مگنیزیم او سلېنیم ډیر ارزښتمن دي. خرما دغو موادو اسانه او چټکه منبع ده چې باید په ورځني ډول استعمال شي.