د ډنمارک روغتیا څیړونکي وايي: لکه څنګه چې وریجې د غیر عضوي ارسنیک موادو څخه برخه من دي، نو د وریجو ډیر استعمال (ګټه اخیسته) کولای شي چې د سرطان ناروغي رامنځته کړي.wriji
دغو روغتیا څیړونکو له کورنیو غوښتي چې خپلو اولادونو ته دې د وریجو او له وریجو د تیاریدونکو خوړو له روزانه ورکړې ډډه وکړي، تر څو خپل اولادونه د سرطان له خطره وژغوري.
ټاکل شوې چې د دغو څیړنو پایلې تر راتلونکو دوو میاشتو نشر شي.
د تیرې میلادي سپټمبر میاشتې په جریان کې هم د امریکا د خوړو څخه د څارنې ادارې اعلان کړی ؤ، چې د وریجو د ډیر استعمال په وجه د سرطان د منځته راتګ په تړاو يې یوه پراخه څیړنه پيل کړې ده.
ژباړه: یوسف ظریفي