د وزن کمولو تر ټولو اسانه او ارزانه طریقه

اضافي وزن په انسان کې د ډیرو ناروغیو لامل ګرځي او کولی شي انسان په مختلفو مهلکو ناروغیو اخته کړي.

هغه کسان چې د وخت کمښت او یا هم بل لامل له امله نشي کولی خاصه اندازه ورزش وکړي کولی شي د دغې طریقې له استعمال سره اضافي وزن کم کړي او له مختلفو ناروغیو ځان وژغوري.

دغه طریقې سره کولی شئ په سلګونو کالوري له کوم فزیکي فعالیت پرته وسوځوئ او له اضافي وزن څخه مخنیوی وکړئ.

اړین توکي:

– دوه کاچوغې ګبین (عسل)

– یوه کاچوغه دال چیني

– یو ګیلاس یا ۲۳۷ ملي لیټره اوبه

طریقه:

۱- د عسل په نیمايي دال چیني باید استعمال شي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا یوه کاچوغه دال چیني او دوه کاچوغې عسل یا ګبین تر ټولو غوره ده.

۲- یو ګیلاس یا ۲۳۷ ملي لیټره اوبه ویشوئ.

۳- په ایشول شوې اوبه کې دال چیني زیاته کړئ. اوبه تر هغه مهاله پریږدئ چې د څښلو لپاره برابر شي.

۴- له څه مودې وروسته په تړمو اوبو کې عسل هم واچوئ. هیڅکله هم په ګرمو اوبو کې عسل مه استعمالوئ ځکه چې تودوخه په ګبینو کې شته انزایمونه له منځه وړي.

۵- د جوړ شوی مشروب نیمايي له ویدو کیدو وړاندې وڅښئ. پاتې نیمايي برخه سهار له خوبه تر پاڅیدو وروسته وڅښئ. سهار تر پاڅیدو ورسته جوړ شوی مشروب مه ګرموئ.

یادونه: دغه مشروب کې له یاد شوي توکو پرته بل کوم څیز مه زیاتوئ. کوښښ وکړئ چې دغه مشروب په خالي نس استعمال کړئ.