پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د وچ او ګرم اقلیم لپاره د ودانیو د موقعیت ټاکنه

د ودانیو موقعیت باید د همغه اقلیم سره مناسب وټاکل شي چې ودانۍ په کې جوړیږي. د ودانیو د موقعیت ټاکلو څخه هدف دادی چې د ودانۍ د اوسیدونکو لپاره د ټول کال په جریان کې او د د هر ډول اب او هوا په مقابل کې مناسب چاپیریال رامنځ ته شي.

 

دلته مونږ د وچ او ګرم اقلیم پروړاندې د ودانیو موقعیت ټاکنه څیړو.

 

د وچ او ګرم اقلیم زونونه:

وچ او ګرم اقلیم عموما د ځمکې د دواړو قطبونو په  ۱۵ درجو تر ۳۰ درجو عرض البلد لاندې واقع کیږي. په اوړي کې د ورځې د حرارت درجه تر ۴۵ سانتي ګراده پورې لوړیږي او لندبل بیا تر ۲۰ سلنې هم ښکته وي.

دا ډول اقلیم په هغو سیمو کې وي چې د بهري سواحلو له څنډو لرې  پرتې وي او شدید او دوامداره بارانونه په کې کم وي، په همدې خاطر لندبل په کې ډیر کم وي. په دې زونو کې باید د ودانیو موقعیت ټاکنه باید د لمر د حرکت له مخې وشي ترڅو ودانۍ د ژمي په موسم کې د لمر زیاتې وړانګې او د اوړي په موسم کې د لمر کمې وړانګې ترلاسه کړي. یعنې د ژمي په موسم کې يې زیاته برخه او د اوړي په موسم کې يې لږه برخه د لمر د وړانګو په مقابل کې قرار ونیسي.

 

په وچ او ګرمه آب او هوا کې د ودانیو په زړه پورې شکلونه په لاندې توګه دي:

  • د ودانۍ موقعیت: په دې ډول اقلیم کې د ودانیو موقعیت باید داسې وي چې هغه خوني چې ناسته پاسته په کې نه کیږي، د ودانۍ په بیروني برخه کې ځای پرځای شي، ترڅو د لمر د وړانګو او تودوخې په مقابل کې د یو خنډ او مانع په توګه کار ورکړي. د ودانۍ اوږ دیوالونه باید له شماله د جنوب لورته وي، ترڅو ودانۍ د لمر کمې وړانګې ترلاسه کړي. ددې لپاره چې له پخلنځي څخه د ګرمې هوا او د خوړو د بوي د رالتو مخه نیول شوي وي، نو لازمه ده چې پخلنځای د ودانۍ په وروستۍ برخه کې جوړ شي.

 

  • کړکۍ، روشن دانونه او نورې خلاصې برخې: داچې له شمال لورې څخه رڼا همیشه شیندلی او په غیر مستقیم شکل راځي، نو نو لازمه ده چې د کړکیو او روشندانونو مخه د شمال او غرب طرف ته وي. دا چې په اکثره ځایونو کې د نسیم لوری د غرب له طرفه وي، د ننوتلو لارې هم باید د غرب په طرف وي. د کړکیو ټول مساحت باید د فرش د ۱۵ تر ۲۰ سلنې مساحت په اندازه وي.

داخلي حویلۍ د هوا د تبادلې او د حرارت د حایل په توګه کار کوي. څپر، چچې، او اوږدې برنډې باید د ساختمان په غرب طرف په نظر کې ونیول شي ترڅو د لمر د وړانګو مخه ونیسي.  د چت په ښکتني برخه کې باید په کافي اندازه هواکشونه موجود وي ترڅو د خونې د ګرمې هوا لپاره د تیښتې زمینه برابره کړي.

 

  • د دیوالونو موقعیت ټاکنه

په ودانیو کې د دیوالونو پېړوالی د تودوخې په بیلوالي کې اړین رول لوبوي. د ودانۍ د بیروني برخې لپاره پیړ دیوالونه مناسب ګڼل کیږي، ځکه چې د تودوخې پروړاندې د یو خنډ په توګه کار ورکوي. د ودانۍ د بیروني دیوالونو رنګ هم د تودوخې په انتقال کې مهم رول لوبوي. د بیروني دیوالونو روښانه او ځلا لرونکي رنګونه د حرارت په انعکاس کې مهمه ونډه ترسره کوي، نه د حرارت د جذب سبب ګرځي او نه هم حرارت ته اجازه ورکوي چې ساختمان ته نفوذ وکړي. د دیوالونو سطحې باید خویه وي او داسې تیار شوي وي چې ګرد او غبار ته اجازه ورنه کړي چې د دیوال په سطحه باندې پاتې شي.

هغه دیوالونه چې د منځ تشو بلاکونو/خښتو او درز لرونکو خښتو څخه جوړ شوي وي، د حرارت د مخنیوي ښه وسیله ګڼل کیږي او نه پریږدي چې حرارت د ساختمان منځ ته لاره وکړي.

 

  • د چتونو عایق کاري

چتونه باید غوره عایق شوو موادو څخه جوړ شوي وي، د باد لور ته د ښه میل لرونکي وي او وشي کولای چې د لمر وړانګو ته انعکاس ورکړي ، نه خپله حرارت جذب کړي او نه حرارت ته اجازه ورکړي چې ودانۍ ته انتقال شي. د حرارت د تناسب لپاره د ودانۍ په چتونو کې د سقف کاذب کارونه هم یوه ښه وسیله ګڼل کیږي.

په هوارو چتونو کې باید داسې پوخښوننه په نظر کې نیول شوي وي چې له خټینو موادو، د چونې له کانکریټو ، کنکر بلاکونو او د خښتې له ټوټو څخه جوړ شوي وي. د پوښښ چتونه باید انعکاس ورکونکي  او ځلا داره جوړي شي. داسې رنګ باید وکارول شي چې د لمر وړانګو ته انعکاس ورکړي او پرې نه ږدي چې د لمر د وړانګو تودوخه ساختمان ته لاره پیدا کړي.

 

  • د بوټو کرل:

غټې ونې چې ریښې يې د ودانۍ زیرمني او تهدابونه زیانمن نکړي، باید د ودانۍ د بیروني دیوالونو سره جوخت کښېنول شي، ترڅو سیوری يې د لمر وړانګو ته اجازه ورنه کړي چې په ساختمان پریوځي.

 

  • د ساختمان د موقعیت ټاکنې ځانګړي شرطونه

د اوړي په موسم کې د ودانۍ نه د باندې د شپې څملاستو مناسب ځایونه باید په نظر کې ونیول شي. د اوړي په موسم کې پکي او نور د سړښت برقي وسایل هم کارول کیدای شي. نو ددې لپاره چې د سړښت برقي وسایل په ښه توګه ځای پرځای او وکارول شي، لازمه ده چې د ساختمان د مهندسي ډیزاین پرمهال مناسبه فضا، مناسب برقي سیستم او نور اړوند تدابیر ورته ونیول شي.

شیرین آغا جهانګیر

د پرکار انجینري خدمتونو مرکز