پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره نوي ټاکل شوي کسان تر کومه حده مناسب دي؟

د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنران معرفي او په ارګ ماڼۍ کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبه په ارګ کې د نویو کمېشنرانو د معرفي په مراسمو کې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نور دولتي چارواکي هم حاضر وو، وویل چې نوي کمېشنران د یوه شفاف بهیر له مخې ټاکل شوي دي.

دا ټاکنه تر کومه حده مناسبه او اړینه وه؟

په همدې اړه زموږ همکار غازي عابد لیکوال او ژورنالیست ارشاد رغاند سره خبرې کړي، ښاغلی رغاند په پیل کې د نویو کمیشنرانو د ټاکنې پر ضرورت غږیږي.

دلته یې واورئ.