امریکا متحده ایالتونو بې پيلوټه الوتکې د افغانستان د پولې سره د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو په یو مهم قومندان عبدالله کشمیري او د هغه په ملګرو د غونډې پر مهال برید وکړ.
په برید کې د عبدالله کشمیري سربیره یو بل مهم طالب هم وژل شوی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې بې پیلوټه الوتکې د افغانستان سره په پوله کې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د طالبانو د عسکري شورا په یوې غونډې دوه توغندي ګوزار کړي دي.
په برید کې د عبدالله کشمیري نه سربیره د یو بل مهم طالب وژل کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی .
ویل کیږي دا برید د ورځې په رڼا کې پداسې حال کې شوی دی چې د طالبانو د نظامي شورا ځیني غړي د نامتو قومندان عبدالله کشمیري په مشرۍ په غونډه بوخت و.
د طالبانو د عسکري شورا ویاند عبدالله وزیرستاني د کشمیري او بل مهم طالب د وژل کیدو پخلی کړی دی