د پاکستان د چارسدې په محکمه ځانمرګي بریدونه شوي

رارسیدلي راپورنه وایې چې په خیبر پښتونخواکې د پاکستان امنیتي چارواکي چې د خیبر پښتونخوا په چارسدې سیمه کې په محکمې ډلیز ځانمرګي بیردونه شوي، چې پکې ۴ کسان وژل شوي په وژل شویو کې یو څارنوال هم شامل دی او د لسو نه زیات ټپیان شوي.

د پولیسو په وینا، چې تر اوسه يې کم تر کمه ۳ چاودنې شوي، چې ۲ ځانمرګي وه او يې هم د انفجاریه موادو له امله وه.

د پولیسو په وینا ۳ نور بریدکوونکي يې په ډزوکې وژلي دي.

برید کوونکي محکمې ته ننوتلي، په خلکو يې ډزې کړي او لاسي بمونه يې هم غورځولي دي.

د پیښې ځای ته په لسګونو امبولانسونه رسیدلي او ویره ده چې زیاته مرګ ژوبله اوښتي وي.