سه شنبه , 16 اپریل 2024

د پاکستان سیاسیون وايي، پاکستان دې له تورونولګولومخکې یوځل په خپل ګریوان کې وګوري

پا کستاني څیړونکي وایي تیره اوونۍ په پاکستان کې د پرله پسې بمي بریدونو وروسته دوي هیله  لرله چه پاکستان به په خپله خاوره د ترهګرو پر ضد غوڅ ګامونه پورته کړي، خو پاکستان د دغه بریدونو تور په ترهګرۍ ځپلي افغانستان ولګاوه او په دې کارسره غواړي له هغومسولیتونو تیښته وکړي چه داهیوادیي لري

د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک وایي، په افغانستان کې د داعش له توربیرغ لاندې ولاړ زیاتره جنګیالي پاکستانیان دي.

هغه وایي که چیرې په سیمه کې د القاعده په څیر دداعش پراختیا ته سیمه ایز لوبغاړي پخپله ځیر نه شي نو بیا د نړیوالې مداخلې احتمال له نظره نه شي غورځیدای.

په افغانستان کې د امریکا یي پوځونو مشر جنرال نکولسن په یوه ورستۍ وینا کې کانګرس ته ويلي وو په افغانستان کې د داعش جنګیالۍ ډلې ډیری وسله وال د قبايلي سېمې اورکزو ایجنسۍ اوسیدونکي دی.

نوموړي ويلي وو دترهګرۍ په اړه دپاکستان دوه مخې پالیسۍ امریکا سخته مایوسه کړی ده.

افراسیاب خټک تیره ورځ دانګریزي ژبې ورځپاڼې دي نیشن کې پخپله یوه خپره شوې لیکنه کې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد په دوه مخې پالسۍ سختې نیوکې وکړې.

ښاغلی خټک وایي چې دغه هیواد اوس هم د ښو او بدو طالبانو په دریځ ولاړ دی او دا حقیقت له هیچاهم پټ نه دی.