د پلې ګرځیدو ۷ حیرانوونکې ګټې

هغه خلک چې ډير وخت یې په دفترونو یا نورو داسې کارونو تېریږي چې ډیر فزیکي کار نه کوې، د دوی لپاره قدم وهل یو له غوره ورزشونو څخه دی او که غواړې له خپلې روغتیا سره مرسته وکړې نو قدم وهلو ( پلي ګرځیدو) ته خامخا وخت جلا کړي.

پلي ګرځیدل ډيرې ګټې لري، څو یې درسره په لاندې توګه شریکوو.

۱ –  ستاسو د اندام تناسب برابروي

پلي ګرځیدل او قدم وهل د اندام د تناسب د برابرولو لپاره تر تولو اسانه ورزش دی. دا د هر عمر د خلکو لپاره مناسب دی. منظم او چټک قدم وهل ستاسو د وینې فشار بهتره کوي. هډوکي مو پیاوړي کوي او که وزن مو ډیر وي کموي یې.

د بریتانیا د عامه روغتیا اداره وايي، په منظمه توګه پلي ګرځیدل، د ځینو ځنډنیو ناروغیو لکه استما، د شکرې ناروغۍ، د زړه ناروغۍ، سکتې، او ځینو سرطانونو د خطر په کمولو کې موثر ثابت شوي دي.

۲له سټریس مو خلاصوي

ګڼو څیړنو کې د پلي ګرځیدو د زیاتیدو او د رواني صحت د ښه کیدو ترمنځ اړیکې موندل شوي دي.

منظم قدم وهل د سټریس، اندېښنې او اضطراب په کمیدو او طبعې په ښه کیدو کې ډیر موثر ګڼل شوي.

۳له ښه خوب سره مرسته کوي

څیړنې ښيي، په منظمه توګه قدم وهل ځینې هورمونونو لکه میلاټونین( melatonin) زیاتوي چې موږ سره په خوب کولو کې مرسته کوي.

۴د فکر کولو ځواک درکوي

د نړۍ لوی شاعران او لیکوال خپل ښه اثار د قدم وهلو زیږنده بولي. ډیر په دې باور دي چې ذهن او پښې ژوره مشترکه اړیکه لرې چې په قدم وهلو ذهن د تفکر قوت ترلاسه کوي. هینرې ډیویډ توریو (Henry David Thoreau ) په خپل ژورنال کې وايي، کله چې زما پښې په حرکت راغلي زما فکر الوت پیل کړی.

۵پلي ګرځیدل مو سمسوروي

نه یوازې دا چې پلي ګرځیدلو سره سمسورې او شنې سیمې ګورۍ بلکې روغتیاپالان وايي، ورسره سمسوریږئ. که مو کار ځای ته د موټر پر ځای پلي ولاړ شئ ، نو د چاپیریال له سمسورتیا سره په مرسته سربیره به لاره کې ددې فرصت ولرئ چې ازاده هوا تنفس کړئ.

۶ستاسو د تصور ځواک پیاوړی کوي

که په امن او خوندي سیمه او یا هیواد کې اوسئ، نو ښه ده چې کله ناکله د ښار له واټونو او کوڅو وراخوا په ازاده فضا کې قدم ووهۍ. دا قدم وهل به په ښار کې لیدلي ګډو وډ تصورات درته په نویو ښکلو او سمسورو تصورونو بدل کړي.

۷پر ځان اعتماد مو زیاتوي

قدم وهل یو له هغو څو ورزشونو څخه دي چې تاسو کولی شئ هم خبرې وکړئ او هم قدم ووهئ. خو کله ناکله د څو ثانیو لپاره وقفه وکړئ، څو ستاسو څخه د چاپېره طبیعت خاموشي خپله کړی شئ.