د پخواني جهادي رهبر او د سولې عالي شورا مشر، چې وړمه ورځ د ۸۴ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو، نن يې جنازه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ادا کېږي او د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورته سپارل کيږي.
ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس عبدالله عبدالله، وزيران او د سياسي گوندونو غړي د پير گيلاني جنازه کې د گډون لپاره ارگ ته رسېدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د پير گيلاني وفات افغانستان لپاره «په دې حساس وخت کې» نه جبرانېدونکی زيان بللی دی.
ولسمشر غني ويلي، چې پير گيلاني د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه کې رغنده رول لوبلی او هېواد کې د تلپاتې سولې ارمانجن و.
له جنازې وروسته به د پير سيد احمد گيلاني جنازه نن د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پير گيلاني په کورنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.
په ۱۳۵۸ل کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، پیر سید احمد گیلاني په پېښور کې د «افغانستان ملي محاذ» په نومه جهادي تنظیم تاسیس کړ.
..
نوموړی په وروستیو کلونو کې حکومت ته نژدې سیاسي مشر گڼل کېده. د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د ولسمشر اشرف غني د تحول او تداوم د ټیم ملاتړ وکړ. ولسمشر غني ښاغلی گیلاني د سولې عالي شورا مشر وټاکه