آب

د ځېگر د ناروغیو تر ټولو ستر لاملونه په ډاگه شول

ځېگر د بدن له سترو او مهمو اعضاو څخه دی چې د وینې تصفیه کول، له بدن څخه زهري او فاسدو موادو خارجول، غذايي مواد په انرژي بدلول او ویټامینونو او منرالونو ذخیره کولو سربېره ۵۰۰ مهم او حیاتي فعالیتونه ترسره کوي.

د بدن دغه برخه چې څومره مهمه ده په هماغه اندازه نازک او زیان منونکی هم دی او که ځانگړې پاملرنه يي ونه شي انسان په بې شمېره ناروغیو اخته کېدای شي.

خو ایا تاسې د خپل ځېگر روغتیا ته په ځانگړې او اړینه اندازه پاملرنه کړې؟ یا ایا تاسې په ورځني ډول په کافي اندازه اوبه څښلې؟

زموږ بدن په ورځنی ډول د فعالیتونو ترسره کولو لپاره ځانگړې اندازه اوبو ته اړتیا لري چې د یو شمېر روغتیايي څېړنو او پلټنو پر بنسټ دغه اندازه په ورځني ډول لږ تر لږه یو لېټر دي چې د بدن وزن پر بنسټ توپیر کوي.

په امریکا کې نوې څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول اړینه اندازه اوبه نه څښل انسان د ځېگر په گڼو ناروغیو اخته کولی شي چې په پایله کې د ځېگر د له منځه تلو لامل هم گرځېدای شي.

فنکشنل مېډېکل انسټیټیوټ لخوا ترسره شوې دغې څېړنې کې ویل شوي که چېرې بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي نو دا په نیغه توگه د ځېگر د زهري موادو خارجولو وړتیا اغېزمنوي.

د دغې څېړنې پر بنسټ کله چې ځېگر د اوبو له کمښت سره مخ کیږي نو له بدن څخه د پاملرنې وړتیا يي اغېزمن کیږي چې په پایله کې د مختلفو ناروغیو خطر زیاتیږي.

په څېړنې کې ویل شوي چې په کافي اندازه اوبه څښل خپل عادت گرځول د ځېگر د مختلفو ناروغیو خطر کې د پام وړ کمی لامل گرځيدای شي.

څېړونکي وايي چې د اوبو کمښت سربېره له اندازې زیاته بوره کارول هم د ځېگر د ناروغیو خطر زیاتوي. د ځېگر له ناروغیو خلاصون لپاره له ساړه مشروباتو او ډېره بوره لرونکو خوړو څخه باید ځان لرې وساتل شي.

د څېړونکو په وینا ټول بدن گلوکوز په میټابولز بدلولو کار کوي خو یوازې د ځېگر حجرات بوره تجزیه کولی شي او که چېرې له اندازې زیاته وي نو ځېگر باید د اوږدې مودې لپاره پرې کار وکړي چې د وخت له تېرېدو سره ځېگر ته نه جبرانیدونکی زیان اړوي.

په پایله کې ویلی شو چې د ځېگر تقریباً ۹۰ سلنه ناروغیو تر ټولو ستر لاملونه د اوبو کمښت او له اندازې زیاته بوره کارول دي.