چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د څیړنې پوهنغونډه څنګه وټاکو؟

لیکنه: رحیم امین

د څیړنې پوهنغونډه (Research Topic) د هغو زده کوونکو لپاره چې څیړنې کوي  او یا د پې ایچ ډي لپاره نوم لیکنه کوي تر ټولو ستر سرخوږی دی. ټاکل یې اسانه کار ځکه ندی چې مخکې له ټاکلو یې باید هر اړخیزه څیړنه وشي تر څو تاسو ډاډه شی چې پوهنغونډه د څیړنې وړ او بشپړه ده.

دا وړتیا چې اړینه او غوره پوهنغونډه وټاکو اړین مهارت ته اړتیا لري. رهنما ښوونکی ښایې تاسو ته یوه مالومه پوهنغونډه درکړي خو داسې ډیر پیښیږي چې ښوونکی له تاسو وغواړي چې د خپلی خوښي پوهنغونډه وټاکئ. کله مو چې د پوهنغونډې په اړه پریکړه کوله نو ځینې اړین ټکې باید په پام کې ونیسی چې په لاندې ډول دی:

د مخلتفو نظریاتو په اړه ژور فکر وکړی تر څو یو ښه نظر ومومئ.

داسې پوهنغونډه وټاکی چې اړوند ادبی لیکنې ( Literature Review) یې تاسو ولولی او پرې پوه شی.

باید ډاډه اوسی چې پوهنغونډه مو اداره کولی شی او اړوند مالومات یې شتون لري.

د اړینو کلیمو نوم لړ درسره ولیکی.

دریځ مو بدلون منونکی وساتی.

پوهنغونډه مو تعریف کړی او د څیړنې په پوښتنه مو غور وکړی.

څیړنه وکړی او د پوهنغونډې به اړه مو ژوره مطالعه وکړی.

د تیسیز څرګندۍ مو تنظیم کړی.

دا مو باید په یاد وي چې د غوره پوهنغونډې ټاکل اسانه کار ندی. ښایې محدوده او په زړه پوري وي خو د مالوماتو د پیدا کولو لپاره بسنه ونکړي یا ښایې دومره پراخه وي چې تاسو یې نشی ترسره کولی. مخکې د پوهنغونډې نه باید تاسو په دې وپوهیږی چې د پروژي یا څیړنې اخیري پایله به څنګه ښکاري.

د پوهنغونډ‌ې د غوره کولو لپاره له لاندې پړاونو(قدمو) څخه کار واخلی:

د نظریې په اړه مو برین سټورمینګ (ژور فکر) وکړی:

داسې پوهنغونډه وټاکئ چې تاسو ته په زړه پوري وي. د پوهنغونډې په اړه د خپل نظر د پیاوړي کولو لپاره لاندې پوښتنې له ځانه وپوښتی.

ایا د موجوده سیاسې او ټولنیزو شخړو او ستونزو په اړه پیاوړی نظر لری؟

د پوهنغونډې له ټاکلو مو وړاندې داسې څه لوستلی یا لیدلی دي چې ستاسو پام یې ځان ته اړولی وي او یا یې تاسو غوسه یا اندیښمن کړي یې؟

ایا کومه شخصي ستونزه ، مسئله یا دلچسپې لری چې د هغې په اړه غواړی نور هم پوه شی؟

د تیرو زده کړو داسې څیړنه لری چې غواړی د هغې په اړه نور څه زده کړی؟

ایا به خپل ټولګې کې داسې مضمون لری چې د هغه په اړه غواړی نوره څیړنه هم کړی؟

د خپل نظر یا آند د پیاوړتیا لپاره د پوهنغونډو په اړه ویبپاڼې وګوری او یا هغه ویب سایټونه وګوری چې د څیړنو په اړه نظریات پکې خبريږي.

د بیلګې په توګه د سیاست، اقتصاد، طب ، انجنیری او یا داسې نورو مسلکونو اړوند ویب سایټونه ولټوئ. زیاتره هیوادونه د هر مسلک اړوند داسې ویب سایټونه لري چې د ټولګې په څیر یې پکې اړوند مالومات راټول کړي وي.

کله چې ویب سایټونه له نظره تیروی دا مو باید په یاد وي چې  اړین ټکې یې ټول او له ځانه سره یاداښت کړی. هغه متل ده چې څاڅکی، څاڅکی دریاب کیږي همداسې په څیړنه کې ډیر کوچنې ټکې ستر رول لوبولی شي او د یوه بشپړ مضمون څخه ننګه کوي. د لټون په وخت کې له هغو پوهنغونډو ډډه وکړی چې هغه مخکې نورو څیړنکو څیړلې دي.

د پوهنغونډې په اړه شالید او عمومې مالومات ولولی:

کله مو چې دوه یا دری پوهنغونډو غوره کړي بیا د هغو په اړه عمومی مالومات او مقالی ولولئ. که چیرته د مقالو او مالوماتو لنډیز او یا تفصیل ولولی دا به له تاسو سره مرسته وکړي تر څو دا درته څرکنده شي چې د مقالی سره ستاسو غوره شوي پوهنغونډه څه اړیکه لري او په کومو ټکو سره جوړیږي. د مقالو او عمومی مالوماتو لوستل نه یواځې ستاسو نظریه پیاوړي کوي بلکې د هغو اصطلاحاتو په موندنه کې هم له تاسو مرسته کوي چې په څیړنو کې ډیر کارول کیږي. همدا مالومات او اړین ټکې به ستاسو د راتلونکې څيړنې لپاره ډیر ګټور وي.

که له مقالو او عمومې مالوماتو مو د خپلی غوره شوي پوهنغونډې په اړه ګټور مالومات پیدا نکړل بیا پر لیکه له کتابتونونو څخه هم مرسته غوښتلی شی د بیلګی په توګه تاسو له انسایکلوپیډیا بریټانیکا انلاین، تومپسن د کتابتونو له ټولګو څخه او یا داسې نورو علمې بنسټونو څخه مرسته تر لاسه کولی شی. په افغانستان کې د څیړنو لپاره د نړیوال بانک د انټرپرایز سرویز ټکی اورګ څخه ګټور مالومات پیدا کولی شی.

که د اقتصادې چارو په اړه مو څیړنه کوله نو د نړیوال بازار او خپل هیواد انډیکسونه او اقتصادي انډیکیټرز په پام کې ونیسی او تل یې بدلونونه وڅاری.

په غوره شوي پوهنغونډه مو تمرکز وکړی:

پوهنغونډه مو باید د اداري وړ وي ځکه یوه پوهنغونډه که ډیره پراخه یا محدوده وي به دواړو حالتونو کې سړی له ستونزو سره مخ کوي. به عمومې ډول زیاتره پوهنغونډې ډیرې پراخي وي خو تاسو کولی شي یوه پراخه پوهنغونډه لکه «چاپیریال» په لانډي ډول محدوده کولی شی:

په یوه ځانګړي جغرافیا پوري یې وتړی د بیلګې په توګه د افغانستان د ختیځ، لویدیځ، شمال او سهیل کومه سیمه باید وڅيړلی شي.

د یوه کلتور له نظره یې وڅیړی د بیلګې په توګه د چاپیریال په اړه زمونږ د هیواد دودونه څه وایې.

یو چوکآټ یا چارچوب ورته وټاکی. د بیلګې په توګه د چاپیریال اړوند دا لس کاله زمونږ په هیواد کې څه شوي؟ جنګونو په چاپیریال څه اغیزي کړي؟ کوم بدلونونه وینی؟

د یوه ډیسپلین یا علمې څانګې له نظره ورته وګوری. د بیلګې به توګه زمونږ د چاپیریال بدلون په سوداګری څه اغیزي لري؟

د نفوسو له نظره یې وڅیړی. د بیلګي په توګه، د چاپیریال بدلون په نفوس څه اغیزي لري؟ کولی شی په ماشومانو، میرمنو، ځوانانو، سپین ږیرو او داسې نورو نفوس وویشی.

په لاندې حالاتو کې ښایې تاسو یوه پوهنغونډه ډیره ستونزمنه وموئ:

کله چې پوهنغونډه په یوه کوچنی سیمه پوري تړلې وي.

که چیرته پوهنغونډه داسې وي چې ډیري لیکنې ورباندي نه وي شوي او یوه نوې موضوع وي.

پوهنغونډه له ډیرو ډیسپلینونو یا علمې څانګو (Interdisciplinary ) سره تړلې وي.

کله چې پوهنغونډه ډیره مشهوره وي.

د اړینو او ګټورو ټکو نوملړ درسه جوړ کړی:

هغه ګټور او اړین ټکې درسره یاداښت کړی چې ستاسو پوهنغونډه سمه څرګندولی شي او د یاداښت په وخت کې لاندې ټکې په پام کې ونیسی

هغه ټکې درسره یاداښت کړی چې له موضوع سره مو ډیر نیږدي وي.

کله چې انسایکوپیډیا یا عمومې مالومات لولی نو ګټورو ټکو ته یې پام وکړی.

پراخ او محدود اصطلاحات پیدا کړی. د کلیماتو بدیل هم له پامه مه غورځوی ځکه چې هغوی ستاسو د څیړنې وړتیا نوره هم پیاوړي کوي.

ټکې او اصطلاحات درسره نوټ کړی او وروسته یې به څيړنه کې وکاروئ.

تغیر منونکې اوسئ:

دا یوه عمومې خبره ده چې د څيړنې په پروسه کې تاسو د خپلې پوهنغونډې د څرنګوالې په اړه فکر وکړی ځکه کله کله تاسو پدې نه یې ډاډه چې د څیړنې پایله به مو څه وي. ښایې ډير او یا کم مالومات پیدا کړی. دا د څیړنې یو نورمال حالت ده چې هر څوک ورسره مخ کیږي. کله چې څيړنه کوی تاسو ښایې دا هیله ونلری چې پوهنغونډه مو بدله کړی خو تاسو ښایې دا پریکړه ددې په خاطر وکړی چې یا د پوهنغونډې بل یا نوی اړخ درته په زړه پوري وي او یا په اسانه اداره کیدلې شي.

کله چې پوهنغونډه ټاکی او وروسته څيړنه کوی د پاڼو شمیره یا محدودیت یې یا تاسو ټاکی یا له تاسو غوښتنه کیږي چې باید څیړنه مو تر ټاکل شویو پاڼو محدوده کړی. ددې لپاره چې تاسو د څومره پاڼو لپاره څومره هڅه او مطالعه وکړی زه لاندې ټکې درته وړاندې کوی:

که څیړنه له ۱ تر۲ پاڼو وي پدې حالت کې باید له ۲ نه تر ۳ مجلې، مقالې او او یا ویب پاڼې ولولی.

که څیړنه له ۳ نه تر ۵ پاڼو وي پدې حالت کې باید له ۴ نه تر ۵ کتابونه او مقالی ولولی.

که څیړنه له ۱۰ نه تر ۱۵ پاڼو پوري وي پدې حالت کې باید له ۱۲ نه تر ۲۰ پوري کتابونه، مقالې او یا ویب سایټونه ولولی.

پوهنغونډه مو داسې تعریف کړی چې د څیړنې د پوښتنې به بڼه ورباندې تمرکز وکړی:

تاسو ښایې پیل له یوه ټکې وکړی، له نومړي ټکې سره په اړوند او زړه پوري مالوماتو تمرکز وکړی بیا د پوهنغونډې په اړه له ځانه پوښتنې وکړی.

د بیلګې به توګه،

نظریه= د افغانستان طبیعې زیرمې.

د څیړنې پوښتنه= د افغانستان حکومت څنګه کولی شي له طبیعې زیرمو څخه ګټوره استفاده وکړي؟

د څیړنې په پوښتنه مو تمرکز وکړی= د طبیعې زیرمو د کارولو لپاره کومې لاري شته؟  څه ستونزي شته؟ په نوره نړۍ کې له طبیعې زیرمو څنګه ګټه اخیستلی کیږي؟

څیړنه وکړئ او د پوهنغونډې په اړه مو ژوره مطالعه وکړی:

له هغو اړینو اصطلاحاتو او ټکو کار واخلی چې تاسو مخکې ټول کړي. د څیړنې د پوښتنې د ښه ځواب لپاره په کمو مالوماتو بسنه مه کوی او همیشه نوې مالومات ولټوی. تاسو ښایې مخکې له خپلې اصلې څيړنې نوري عملی څیړنې وکړی او یا زیات لوستل وکړی تر څو پوره مالومات تر لاسه کړی. دا مو باید په یاد وي چې د پوهنغونډې ټاکل د څیړنې د مرحلې له ټولو ستونزمنه برخه ده چې باید پوره پام ورته وشي.

تیسیز څرګندۍ مو ترتیب کړی:

خپله پوهنغونډه د تیسیز د څرګندۍ په بڼه ولیکی دا ښایې ستاسو د څيړنې د پوښتنې ځواب وي او دا به درسره مرسته وکړي چې د څیړنې هدف مو واضح کړی. د تیسیز بیانیه عمومآ یوه یا دوه جملې وي او دا څرګندوي چې څه باید ځواب ، ثابت،  او یا څه غواړی خپلو لوستونکو ته ولیږدوی.

د تیسیز د څرګندۍ بیلګه:  په افغانستان کې شوروي اتحاد د طبیعې زیرمو د څیړلو او اټکل په برخه کې کار او هڅه کړي چې په اوسنې وخت کې د طبیعې زیرمو د کارولو او کیندلو لپاره ګټور ثابتیدلی شي.

پوهنغونډه مو باید د څیړنې د پوښتنې به څير نه وي. د څیړنې پوهنغونډه مو باید واضح پیغام، تمرکز او هدف ولري.