د ډاکټر کبیر ستوري په شاعري کي د مور بي بي ستاینه

لیکوال: صادق ژړک

ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری دپښتنو په ادبي او سیاسي تاریخ کي  یو پېژندلی نوم دی.نوموړي د نورو ادبي او سیاسي خدماتو تر څنګ یوه شعري کلیات  راپرېښی دی،د نورو  سکالوو تر څنګ  ارواښاد ستوري په خپله شاعري کي  د پښتني سیاست د ډګر اتله مېرمن نسیم ولي خان یې په خپله شاعري کي په ډېر درنښت یاده کړې ده،

مېرمن نسیم ولي خان چي د خپلي سیاسي مبارزې په نتیجه کي د مور بي بي  نوم په خپله مېړانه ګټلی دی،کله چي د بهټو په وخت کي پښتانه مشران په زندانونو کي وو او یا په غرونو کي وو،نو په دغه سخته وخت کي  دې پښتنې هغه کردار په پښتون قامي غورځنګ کي ادا کړ چي د تل لپاره به د تاریخ پاڼي پرې ویاړي،د همدغي مبارزې په نتیجه کي خو یې د مور بي بي نوم وګټلو، پر دغه اړخ د مور بي بي بشپړ کتاب لیکل کېدای شي دلته یادونه ضروري وه.

کله چي د نیوي په لسیزه کي د پښتونخوا د نوم په باب په اسمبلۍ  کي خبره روانه شوه نو هغه وخت  مور بي بي د اسمبلۍ غړې وه نو د اسمبلۍ  پر فلور [ غولي] یې په ډېره ښه توګه د پښتونخوا قرارداد پاس کړو ، د مور بي بي د دې کارنامې  په باب ارواښاد کبیر ستوري په خپله شاعري کي ځای په ځای یادونه کړې ده او مور بي بي یې په داسي  ټکو کي ستایلې ده:

(  خوب مي لیده چي پښتونخوا جوړیږي

چي ویښ شوم غږ شو په رښتیا جوړیږي

چي قرارداد د پښتونخوا یې پاس کړو

نسیم ولي د قام انا جوړیږي.)[۱]

کله چي په اسمبلۍکي قرارداد پاس کیږي نو ارواښاد کبیر ستوری د مور بي بي  ستاینه په داسي  تورو کوي:

(د پښتنو انا

پرېکړه پاس د پښتونخوا شوه خوشحالي شوه

د قامونو سره جوړه مو سیالي شوه

زرغونې انا ټیکری خپل ورپه سر کړ

چي انا د پښتنو  نسیم ولي شوه) [۲]

په پښتون قامي غورځنګ کي هسي ډیرو ښځو ونډه اخیستې ده خو مور بي بي بیا د یوې مور کردار په سیاست کي لوبولی دی، نو ځکه خو کبیر ستوري په خپله شاعري کي  مېرمن نسیم ولي د خپل عصر توریالۍ په توګه یاده کړې ده:

( دعصر توریالۍ

که ملاله په تاریخ کي ننګیالۍ ده

نو نسیم ولي  د عصر دعصر توریالۍ ده

قرارداد د پښتونخوا یې په زیار پاس شو

د بخت ستوری د پښتون د سوکالۍ ده.)[۳]

او بیا د زیري تر سرلیک لاندي کبیر ستوری په خپلو شعرونو کي د مور  بي بي دې تاریخي کارنامي په داسي الفاظو قایل دی:

(                       زېری

ذهنونه اوښتلي دحالاتو رنګ بدلیږي

څه نوی شان خوځښت دی غیرتونو راویښیږي

د ژوند د بې وسۍ توري تیارې په ورکېدو دي

پښتون په یو مرکز د قامولۍ باندي ټولیږي

ملي غرور او حس  دپښتونوالي ژوندی شوی

غوټۍ د ارمانونو غوټۍ شوي دي غوړیږي

نسیم زېری راوړی دخوشال  بابا دېرې ته

بیرغ د خپلواکۍ د پښتنو جګ شو رپیږي

داستوری داسمان ورته رڼا کوي ولاړ دی

نقشه کي د نړۍ د پښتونخوا نوم لیکل کیږي.)[۴]

دا وو هغه شعرونه چي  اراواښاد د ډاکټر کبيرستوري په خپل وخت کي یې د مېرمن نسيم ولي خان ستاينه په کښي  کړې ده ،د مېرمن نسيم ولي خان په باب د پښتو په ادبي اثارو  او تاريخي اثارو کي زياته ستاينه شوې ده ـ چې وخت پر وخت به يې د پښتني سياست او ادب مينه والو سره شريکوو ـ په پای کې ډاکټر کبير ستوري ته د جنت فردوس لپاره لاسونه لپه کوم ـ او د  مور بي بي (ميرمن نسيم ولي ) لپاره له ستر څښتن څه  ښه ژوند غوښتنه کوم .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ـــ د ډاکټر کبیر ستوري کلیات، ۱۷۶ مخ د پښتونخوا د پوهني دېره،پېښور

۲ـــ  همدا کتاب  ۱۵۲ مخ

۳ـــ همدا کتاب ۱۴۶ مخ

۴ـــ همدا کتاب ۲۳ مخ