د ډیورنډ کرښې په اړه دولسمشرغني قاطع ځواب

دپاکستان حکومت د ډیورنډ په کرښه اغزن تارغځول پیل کړي چي دې سره دواړو غاړو ولسونه سخت غوصه شوې،خوپه دې اړ ولسمشراشرف غني قاطع ځواب په کرښهیوه ویډیوخبرکې لا وړاندې پاکستان ته ویلي اوله ولسونو دملاتړ مرسته غواړي.

د ډیورنډ ۲۶۴۰کیلومتره مقبوضه کرښه دافغانستان اوپاکستان ترمنځ واقع ده ،یاده کرښه نه دافغان حکومت اونه هم د دواړو غاړو میشتوپښتنولخوا منل شوې ده.

د ډیورنډ کرښې تړون په ۱۸۹۳ز کال کې دبریتانوي هند او افغان امیرعبدالرحمن خان ترمنځ شوی ،ترڅو دهغه وخت دجګړو پایلې پورې محدود و،خو د دواړو غاړو ولسونو هیڅلکه هم نه دی منلی.

داکرښه دهېنري مورټیمر ډیورنډ نومي بریتانوي کس لخوا دانګریزې استعمارپه دوران کې ترسره شوې ،دوی ۷۷ لنډې مادې پرېکړه کړې اوپه هغه یې دولسونو دخوښې پرته لاسلیک کړی دی.

اوس چي دهغه تړون څولسیزې نورې هم پوره شوې،پاکستان په ډیرسپین سترګۍ هڅه کوي چي په یاده افغاني خاوره ډډه ووهي اوانګریزې تړون دتل لپاره عمل کړي ،په همدې اړه یې څوځلې کوښښ کړی ،خوا لحمدلله په افغانستان کې چي هرواکمن راغلی ،هغه داغه کرغیړن تړون مردود اوباطل ګڼل دی .

پاکستاني چاروکو د ډیورنډ دکرښې په اړه دمجاهدینوپه مهال ډیرکوشش وکړچي په جهادي رهبرانو دا تړون ومني ،خودوی که هرڅو خپله منځنۍ وژنه کړې ،مګردهیوادپوله یې ورسره ونه منله ،له هغه راوروسته دطالبانو واکمني رامنځ ته شوه ،دوی یوځل بیا دعلماؤ شیخانو اوځینې نورواستازو په نوم هیئتونه ورته راولیږل چي دوی سره دډیورنډ کرښه ومني ،خوداهم ونه شوه ،بلکي طالبانو له خپل درباره په کلکو ټکو وترټل چي اسفندیار يې په دې اړه یوه اوږده مرکه کړې ،هغه وايي چي ملامحمدعمراخند دپاکستان داستخباراتو مشر حمیدګل ددې خبرې په کولوسره د ډوډۍ اوسترخوان څخه ولاړ کړ حتي ډیرې سختې خبرې یې هم ورته وکړي،خوکله چي امریکايي ځواکونو په افغانستان تیروکړ اوښاغلی کرزي ولسمشرشوهغه هم ورته رډ بډ ځواب وویلو چي دا دافغان ملت پرېکړه ده په موږ پورې اړه نلري،له هغه را وروسته اشرف غني دکابل په ارګ کې واکمن شو،دوی بیا دپخواپه ډول هلې ځلې وکړي ،خوهغه په قاطع ډول وویل چي دا دافغان ولس پرېکړه اوحق دی د دولتونو نه بلکي دملتونو پرېکړه دمنلوده.

داپه داسي حال کې چي پاکستاني ځواکونو تیره ورځ دډیورنډ په کرښه داغرن تارغځولو لړۍ پیل کړي ،خو دواړو غاړو ولسونو په اړه سخت ټکان خوړلې اودا یې د دوی په حقوقو څرګند تیری بللی ،خوافغان دولت لاتراوسه په دې اړه جدي اقدام نه دی کړی.