د ژوند له واقیعت تېښته ستونزه نه هواروي

انسان هغه مهال تر محیطي اغېزو لاندې نه راځي، چې اندېښنې یې له ځانه لرې ساتلې وي.

څومره، چې سړی له نامطلوبو شرایطو سره په خپلې وړتیا او ابتکاري فعالیتونو ځواب وايي، هومره د ژوند لاره وباسي.

پوهان وايي: « څنګه، چې یاستئ، ځانونه په همغه ډول ومنئ». ډېر کسان داسې فکر کوي، چې که ځانونه په خپل شته وضعیت ومني، په ځان کې بدلون نه شي راوستلی. ډېر وخت موږ فکر کوو، چې که د ځان په اړه ښه احساس ونه لرو او له خپلو کړنو او چارو خوښ نه وو، دغه ناخوښي په موږ کې انګېزه زیږوي او د دې لامل ګرځي، چې د ښو او غوره شرایطو او پرمختګ لپاره هڅې ډېرې کړو.

دا ډول فکر کېدای شي په لنډمهال کې سم وي. ډېر ځله د نهیلۍ، قهر، اندېښنو او غوسې په څېر احساسات موږ تغییر او بدلون ته هڅوي، خو واقعیت دادی، چې ناخوښي او ناسم احساسات لږ وخت وروسته زموږ انرژي اخلي او د اړتیا وړ بدلون او تغییر لپاره زموږ ځواک له منځه وړي.

د بدلون لپاره تر ټولو لومړنی ګام خوشالي او ارامي ده. د ځان او په ځان کې د شته واقعیتونو منل سړي ته د خوښۍ او ارامۍ احساس ور کوي. کله، چې سړی خوښ وي او له خپلو وړتیاوو راضي وي، په ځان کې د بدلون قوت هم پیدا کوي.

انسان د شرایطو د منلو ترڅنګ د خپلو غوښتنو د تکمیل هڅې هم کوي.

داسې فکر وکړئ، چې تاسې په یوه کوچني کور کې اوسیږئ. غواړئ تر دې غټ کور ولرئ، خو که شپه او ورځ په دې زړه خورئ، چې کاش یو ستر کور مې لرلی، د قفس په څېر کور کې ژوند کوم، دا چارې ستاسې روحیه کمزورې کوي. تاسې د یوه ستر کور د پېرلو فکر ژوندی وساتئ، کار ورته وکړئ، خو دمګړۍ مو شته وضعیت ومنئ. سړی په واړه کور کې هم خوشاله ژوند کولای شي. وړوکی کور هم خپلې ښېګړې لري. تر کومې ورځې، چې دلته ژوند کوئ پر ښېګړو یې فکر وکړئ، دا، چې ژر پاکیږي، لګښت یې کم دی او فرش او نور شیان کم غواړي….

د واقعیت منل ستونزو او کمیو ته ځان تسلیمول نه دي. منل په دې معنا دي، چې د پوره کولو لپاره یې انرژي او انګېزه ژوندۍ وساتئ.

ډېر ځله سړی ډېر څه نه مني. له فکر پرته یې له یو څه بد راځي او ترسره کول یې ورته سخت وي.

تاسې ددغسې موضوعاتو، چارو او فعالیتونو لېست جوړ کړئ. له ځان سره پرې فکر او غور وکړئ. ځان ته د قناعت ورکولو کوښښ وکړئ: ولې مو بد ترې راځي؟ ولې یې سخت بولئ؟ ولې زړه نه ورته ښه کوئ؟ او داسې نورې پوښتنې په خپل ذهن کې ځواب کړئ. ممکن ډېر هغه کارونه، چې تر اوسه یې له تاسې سره حل لارې نه وې، اوس حل وړ و اوسي. ډېر کسان مو، چې تر نن پورې بد ایسیدل، ممکن له نن وروسته ستاسې تر ټولو ښه ملګري پاتې شي.

ددې چارې حل څه دی؟ اسانه لاره یې د منفي فکر پرېښودل دي.

خپل منفي افکار له ځان سره ولیکئ، چې خپلې تېروتنې هم په نښه کړای شئ. کله، چې دا کار کوئ په مغزو کې مو مثبت فکر در ګرځي. ځینې کسان له نورو خلکو سره په چلند کې خورا صمیمي وي. موټر ترې ټکر کیږي، یا پر سړک یې موټر وهي، خو ژوندی پاتې کیږي، دی قناعت ورکوي، چې ښه دی، چې ژوندی راووتې! موټر په بلا ووهه، ښه ده، چې ته روغ یې، موټر به بل هم پیدا شي.

برعکس که خپله دغسې پېښو سره مخ کیږي، ځان ته هومره غوسه وي، چې هرڅه خرابوي. د بل کس دا وړ قناعت ورکوونکې خبرې هم ورته بیهوده ښکاري. که په داسې پېښو کې ځان د یوه صمیمي ملګري په قالب کې واچوئ، چې تاسې ته نصیحت کوي، چلند به مو عاقلانه وي. پښتانه وايي، چې له ورخه تېرې اوبه نه راګرځي.

ستاسې په نس درد دی، فکر کوئ، چې معده مو زخمي ده، یا به سرطان وئ. ځان ته په خپله مرض ګورئ، په داسې حال کې، چې بلا به هم نه وئ وهلي. د دې پرځای مثبت فکر هم کولای شئ. ځان ته ډاډ ورکولای شئ، چې ممکن کوم میکروب مو په وړو کولمو کې وي. جیاردیا یا کومه بله ناروغي به وي. البته دا په دې معنا نه دی، چې تاسې اندېښنه مه کوئ. دلته ستاسې مثبتې اندېښنې ته اړتیا ده.